ټولنیزه برخه

په يوه خبره غور په کار دی!

مولوي عبدالرقیب رقیب

څوک چې د اسماني دين پلوي, پالنه او رسونه د ځان لومړنی هدف وګڼي, اسماني دين خپل شعار وګڼي او خلکو ته په همدې شعار دعوت پيل کړي.

نو د نفس او شيطان پيروان يې ضرور په مخ کې خنډونه جوړوي, په مختلفو تورونو يې تورنوي, ځيني تورونه په دروغو جوړوي او ځيني بيا داسي شيان پسي وايې چې په حقيقت کې تور نه وي خو دوی ورنه تور جوړ کړي; د دې لپاره چې د اسماني دين حدود او بنديزونه مات کړي او دوی حيواني چاپيريال ته فارغ شي.

له اسمانه چې به استازي وګومارل شول، نفسپرستانو به په مختلفو بهانو سرغړونه ورنه کوله، هغوی خو له ګناهونو پاک و نو به يې داسي بهانې ورته جوړولې:
وَقَالُوا۟ مَالِ هَـٰذَا ٱلرَّسُولِ يَأْكُلُ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشِى فِى ٱلْأَسْوَاقِ… الفُرْقان-٢۵

دوی وايي: “دا څنګه پېغمبر دى چي خواړه خوري او په بازارونو کښي ګرځي راګرځي..

تاسو فکر وکړئ, خوراک او په بازار کې ګرزيدل د هغوی لپاره عيب ګڼل کيده!

په همدې بهانه يې هغوی داغداره کول ترڅو ورنه بغاوت ته پلمه ترلاسه کړي.
اوسني هم ډير شته چې د دين په پلويانو داسي تورنه وايې او په اساس يې هغوی عيبجن ګڼي, خو خپله په هماغو عيبونو کې تر ستوني ډوب وي.

د داسي خلکو په اړه ﷲ ﷻ فرمايلي دي:
قُل لَّوْ كَانَ فِى ٱلْأَرْضِ مَلَـٰٓئِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَلَكًا رَّسُولًا ﴿٩٥﴾ الإسْرَاء.
دوى ته ووايه: “كه په ځمکه کښي پرښتې په ډاډينه ګرځېداى راګرځېداى، نو موږ به هرومرو له اسمانه كومه پرښته د هغو لپاره پېغمبر لېږلی واى.”

د دې قراني ايت نه په زده کړه باید دغسي خلکو ته ووايو چې ستاسو په پرتله همدغه خلک مستحقين دي, همدا بسنه کوي چې د دين پلوي يې شعار ده, که تاسو ملائکان وای نو له دوی نه مو د معصوميت تقاضا په ځای وه, اوس چې تاسي بالکل د دين خلاف بانډ جوړ کړی نو همدغه (ګناکار) دين پلويان درنه اولويت لري او پر تاسو يې اتباع لازمه ګرزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x