
نادري: د بین الافغاني مذاکراتو لپاره طرز العمل نه دی نهایی شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): که څه هم د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د خپل ټویټر له لاري د بین الافغاني مذاکراتو د طرز العمل د نهايي کیدو خبر ورکړی، خو د کابل څخه تللي د افغان جهتونو ټیم ویاند نادر نادري پر خپل ټویټر بیا هم د طرز العمل په اړه د نورو بحثونو د اړتیا خبر ورکړی دی.
د طالبانو ویاند ویلي وه چې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي پلاوو کابو دوه اونۍ وړاندې (نومبر ۱۵ مه) پر ۲۱ مادو مشتمل د مذاکراتو طرزالعمل نهايي کړی دی.
نوموړی زیاتوي، تر نهايي کولو دوه ورځې وروسته (نومبر۱۷) د کوربه هېواد (قطر) په حضور کې له لوستلو او دواړو ټیمونو له تایید وروسته د طرزالعمل یوه نسخه تسهیل کوونکي یا کوربه هېواد ته هم ورکړل شوې ده.
1/2 د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د 2020د نومبر مياشتې په 15 نېټه په 21 مادو کې تکمیل او نهايي شوی دی.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) November 28, 2020
نادري بیا د طرز العمل په اړه په خپل ټویټ کې ویلي چې په بنسټیز ډول پر ۲۱ مادو توافق شوی خو په وینا یې د مقدمې په متن کې لا هم بحث ته اړتیا شته.
1/2 The negotiation teams of both sides have ONLY agreed in principle to the 21 articles of the rules and procedures, with the exception of the introduction because it requires further discussion & clarification. Therefore in the joint meeting on Nov 17, 2020 in the presence…
— Nader Nadery (@N_Nadery) November 28, 2020
د نن ټکی اسیا د سرچینو په حواله د بین الافغاني مذاکراتو مسوده د مقدمې سره په پښتو او دري ژبو نهايي شوي وه او د دواړو لوریو لخوا یې د امضا لپاره هم چمتوالی نیول شوی وو خو په اخیري لحظه کې معصوم ستانکزی د اشرف غني له لوري کابل ته ور وغوښتل شو او د لاسلیک ناسته وځنډېده.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په یوه تعقیبي ټویټ کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې طرز العمل د مقدمې په شمول نهایی او تکمیل شوی وو.
د بين الافغاني مذاکراتو ټول طرز العمل د مقدمې په شمول د دواړو مذاکراتي خواوو په توافق په هغه تاريخونو چې موږ په مخکني ټويټ کې ياد کړي نهايي او تکمیل شوی دی.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) November 28, 2020
باید وویل شي چې د کابل څخه دوحې ته تللی مذاکراتي ټیم چې د کابل د حکومت په شمول د نورو ډلو څخه هم تشکیل شوی دی، تر منځ یې اختلاف هم ددې سبب کیدای شي چې د شوي توافق څخه یې یوه ډله پر شا شي.
ددې تر مخه په مذاکراتي ټیم کې د جمعیت ګوند مخکښ مشر حفیظ منصور رسنیو ته تایید کړې وه چې د بین الافغاني مذاکراتو طرز العمل نهایی شوی او اوس به د مذاکراتو پر اجنډا خبري کیږي خو د ارګ ویاند صدیقي دغه خبرونه رد کړي او مذاکرات یې د بن بست سره مخ بللي وه.