شعـــــرونه

په دې ښار کې اوسېدلو يو بخيل«منظومه کيسه»

غني هاشمي

نن مې درته يوه جالبه کيسه مثنوي کړې، هيله ده تر پايه يې ولولئ!

په دې ښار کې اوسېدلو يو بخيل
خدای ورکړي  وو باغونه د نخيل

پوهېدلو نه د خپلو شتو په شمار
و د ښار تر ټولو لوی سرمايه دار

په دې ښار کې اوسېدل ډېر غريبان
په يوې مړۍ ډوډۍ پسې حيران

ده به نه کاوه د هيڅ انسان پروا
که له ولږې به يې ووتله سا

يوه ورځ يې ور ټک ټک کړ يوه سوالګر
ډېر کمزوری په بد حال زهير ابتر

وی چې وږی يم دا درې ورځې قربان
او له ولږې نه مې مري ټول ماشومان

سړي څملوه سوالګر هغه زمان
ورته ونيولې لتې او سوکان

ورته وينې کړلې خوله، پوزه او سر
وی چې بيا راته و نه ټکوې ور

سوالګر ګوډ کوډ ترېنه لاړو پرېشان
په ژړا او په فرياد او په فغان

په دې کار باندې غوسه شولو پرې رب
هغه آن يې پرې نازل کړ خپل غضب

په څو ورځو کې ترې واخست مال – دولت
هم سرور، هم يې غرور، هم يې صحت

هغه څوک چې و د ښار يو لوی سلطان
شو په خپله په ډوډۍ پسې حيران

پرې يو داسې حالت راوست رب جليل
خپله ښځه کړه طلاقه دې ذليل

ګرځېده به وږی تږی در په در
په يوې مړۍ ډوډی پسې سوالګر

يوه ورځ چې سړی وږی و ډېر کلک
د يو چا ور يې کړ زړه نازړه ټک ټک

وی چې وږی يم دا درې ورځې قربان
او له ولږې نه مې مري ټول ماشومان

چې د کور خاوند دا غږ واورېد پرېشان
خپلې ښځې ته يې غږ کړ هغه آن

وی چې وره کې يو سوالګر ولاړ حيران
ورځه هر څه ورته يوسه ښه پرېمان

ښځې ډکې کړې کاسې له کتغونو
له ډوډۍ سره د خدای له نعمتونو

چې سوالګر ته يې کړه خلاصه دروازه
او نظر يې په سوالګر پرېوت تازه

ښځې چغه کړه په زوره په ژړا
سړی ووت ورپسې ډېر وارخطا

ښځه ناسته وه پر ځمکه په ګريان
او سوالګر ورته ولاړ و هک حيران

سړي وپوښتل له ښځې حقيقت
ښځې وی چی درته وايم په فرصت

دواړه وخوځېدل کور ته شول روان
په کوټه کې دواړه کېناستل پرېشان

ښځې ووی عجيبه دی دغه ژوند
دا سوالګر و پخوانی زما خاوند

دا چې اوس ترېنه جوړ شوی دی سوالګر
و يو وخت ددغه ښار لوی سوداګر

سړي وويل اوس واوره حقيقت
چې شې پوهه د خالق په دې حکمت

دا سړی و هغه څوک چې يو زمان
زه يې وره ته لاړم سوال ته پرېشان

ده کړه ماته په ما خوله، پوزه او سر
وی چې بيا راته و نه ټکوې ور

خدای ته وګوره چې اوس دی يو سوالګر
او زه يمه ددې ښار لوی سوداګر

“هاشمي” يمه راوي ددې داستان
اورېدلې مې ملا نه و دا شان

نخيل: کجوره، خُرما

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x