افغانستان

عبدالله د لویې جرګې له تالاره ځان ولسمشر اعلان کړ

نن ټکی آسیا: ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله شېبه مخکې د لویې جرګې له تالاره ځان ولسمشر اعلان کړ.

د عبدالله پلویانو د ولسمشر حامد کرزي عکس، چې د لويې جرګې خیمه کې ځړېدلی و، لرې او پر ځای يې د عبدالله عبدالله انځور ولګاوه.

عبدالله عبدالله په دغه غونډه کې چې د ده پلویان پکې راټول شوي وو زیاته کړه چې یوازې هغه حکومت مني چې په پاکو رایو راغلی وي.

د عبدالله په وینا د ارګ مثلث، د ټاکنو کمېسیون او د اشرف غني احمدزي ټیم د افغانستان د خلکو په «پاکو رایو کودتا» وکړه.

عبدالله زیاته کړه: «له شکه پرته د ټاکنو ګټونکی زه یم. درغلیز حکومت یوه ورځ هم نه منم. هیڅ ډول فشار، اخطار او تمې په دې اړه پر ما اثر نه کوي. د افغانستان خلکو ته اطمینان ورکوم چې د دوی د خوښې سره سم حکومت به اعلان کړو».

عبدالله عبدالله وویل «ارګ مهم نه دی، هغه څلور دیوالونه او ودانۍ لري موږ حکومت او جوړښت لرو».

عبدالله خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی په خبره که «ټوټې ټوټې شي هم تقلبي دولت» نه مني.

د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویان د لويې جرګې په خېمه کې د حامد کرزي انځور لري کوي
د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویان د لويې جرګې په خېمه کې د حامد کرزي انځور لري کوي

که څه هم په غونډه کې د عبدالله عبدالله پلویانو له نوموړي وغوښتل چې حکومت اعلان کړي خو نوموړي له خپلو پلویان وخت وغوښتل: «له خلکو غوښتنه لرم چې یو څو ورځې وخت راکړي څو داسې تصمیم ونیسو چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي».

د عبدالله په وینا د امریکا جمهور رئیس او بهرنیو چارو وزارت نن سهار ده سره په تلیفون غږیدلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ افغانستان ته راځي. عبدالله وايي چې امریکا هم د دې غوښتونکې ده چې له پاکو رایو ناپاکې رايې جدا کړي.

په داسې حال کې چې د بلخ والي عطامحمد نور په یوه تونده اعلامیه کې ویلي چې «زه له همدا اوس د عبدالله عبدالله په مشرۍ مشروع حکومت اعلانوم او ځان د هغه په پیروۍ ملزم ګڼم».

د یادونې وړ ده چې د ټاکنو کمېسیون بېګا د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې بېګا ماښام مهال اعلان کړې چې په کې ډاکتر اشرف غني احمدزی ګټونکی اعلان شو.

تر اعلان وروسته د عبدالله عبدالله ملاتړي سړکونو ته راووتل، هوايي ډزې یې کولې او “مرګ پر تقلب” شعارونه يې ورکول.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې له پیله له ګڼو ننګونو سره مخ وې.

اوس د ټاکنو د پایلو برخلیک ناجوت دی. د شننونکو په اند وروستۍ فیصله له نړیوالې ټولنې سره ده او شاید په کابل کې د امریکا سفیر د دې لانجې د حل لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x