افغانستان

سرچینه: د ارګ د لاسوهنو له کبله د «جمهوریت» مذاکراتي ټیم دوه ټوټې شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ‍۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو څخه باخبره سرچینو هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې له کابل څخه د «جمهوریت» په نوم مذاکراتي پلاوي غړي د خپلمنځي اختلاف له کبله دوه تقسیمه شوي، چې ورسره د خبرو په میز د «اسلامي امارت» مذاکراتي پلاوي دریځ لا پیاوړی شوی دی.

سرچینې وايي، له دوو میاشتو مذاکراتو او چڼو وهلو وروسته د طالبانو د «اسلامي امارت» مذاکراتي ټیم دې ته حاضر شوی ؤ ترڅو د دوحې د سولې تړون ترڅنګ «سولې ته د رسېدو لپاره د کابل ـ واشنګټن ګډه اعلامیه»، «د افغانستان د خلکو غوښتنه»، «د ملګرو ملتونو غوښتنه» او «د دواړو غاړو اراده» د مذاکراتي بنسټ په توګه ومني او د «جمهوریت» ټیم زیاتره اعضاوو هم ورسره موافقه کړې وه؛ خو په وروستیو شېبو کې «ارګ» د مذاکراتي هیئت مشر او یو بل مهم غړی کابل ته را غوښتي او په دې توګه یې له توافق سره مخالفت کړی دی.

د کابل حکومت مشر غني د «جمهوریت» مذاکراتي پلاوي څخه د طرزالعمل په ځینو «غوراویو» کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې؛ خو ویل کیږي چې موافقې له پاشل کېدو وروسته «د افغانستان اسلامي امارت» مذاکراتي ټیم په خپل دریځ ټینګار زیات کړی او د «جمهوریت» مذاکراتي پلاوي د اعضاوو ترمنځ د نظر اختلاف ددې سبب شوی چې دغه ډله په دوو برخو وویشل شي.

ددې ترڅنګ یو شمېر ټولنې او بهرني هېوادونه هم د «ارګ» له دغه ګام څخه «مایوسه شوي» ځکه یې غوښتنه کړې چې د سولې په اړه د پرېکړو لپاره باید زر تر زره د «رهبرۍ» کمېټه او د «ملي پخلاینې عالي شورا» مجمع رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، د روانې نومبر میاشتې په ۱۷مه نیټه د قطر هېواد په حضور کې دواړو لوریو د سولې خبرو د پیل لپاره پر ۲۱ ماده ییز طرزالعمل هوکړه کړې ده؛ خو د «جمهوریت» ټیم بیا وايي چې د طرزالعمل مقدمه لاهم زیاتو بحثونو ته اړتیا لري او د دواړو له لوریو له عمومي ناستې وروسته به  ورباندې  توافق کیږي.

پرون د شنبې په ورځ (۸ لیندۍ) ناوخته د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي پلاوي ویاند ډاکټر محمدنعیم د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي پلاوو کابو دوه اونۍ وړاندې (نومبر ۱۵ مه) پر ۲۱ مادو مشتمل د مذاکراتو طرزالعمل نهايي کړی دی.

نوموړی زیاتوي، تر نهايي کولو دوه ورځې وروسته(نومبر۱۷) د کوربه هېواد(قطر) په حضور کې له لوستلو او دواړو ټیمونو له تایید وروسته د طرزالعمل یوه نسخه تسهیل کوونکي یا کوربه هېواد ته هم ورکړل شوې ده.

له بل پلوه د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم ویاند نادر نادري هم تایید کړې چې دوه اونۍ وړاندې د مذاکراتي طرزالعمل پر ۲۱ مادو په بنسټیز ډول توافق شوی؛ خو په خبره یې ددې طرزالعمل د مقدمې متن کې د اړین وضاحت لپاره د نومبر په ۱۷ نیټه د کوربه هېواد(قطر) په حضور کې مشترکې جلسې پرېکړه وکړه چې د دواړو هیئتونو له تصویب وروسته به نهايي شمېرل کیږي.

د بین الافغاني مذاکراتو د طرزالعمل پر سر له دوه میاشتنیو چڼو وهلو وروسته ارګ په داسې مهال له دغه طرزالعمل سره مخالفت ښيي، چې د خبرو د پیل پرمهال د «اسلامي امارت» مذاکراتي ټیم د خبرو د بنسټ په توګه یوازې د دوحې د سولې تړون باندې ټینګار کولو؛ خو د «جمهوریت ټیم» مذاکراتي ټیم لخوا د «سولې ته د رسېدو لپاره د کابل او واشنګټن ګډه اعلامیه» او د «سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک» هم طالبانو ته وړاندې کړل.

طالبانو له دغو دواړو «غوراویو» سره ځکه مخالفت وښوده چې په خبره یې «سولې ته د رسېدو لپاره د کابل او واشنګټن ګډې اعلامیې» په ګڼو مادو کې هیڅ رول نه لري او د سولې مشورتي لویه جرګې هم «سفارشي» بڼه لرله؛ لیکن د «جمهوریت» مذاکراتي ټیم بیا د دوحې سولې تړون په لاسلیک کې د خپل رول نه لرلو له کبله دغه تړون د یوازیني بنسټ په توګه منلو څخه انکار کولو.

بلآخره دوه اونۍ مخکې د «اسلامي امارت» او «جمهوریت» مذاکراتي ټیمونو په غیر رسمي توګه تایید کړه چې د مذاکراتو بُن بست مات شوی او دواړو اړخونو له اوږدو چڼو وهلو وروسته د طرزالعمل پر یو شمېر مادو موافقه کړې ده.

له دغو مذاکراتو څخه باخبره سرچینو هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو له څو ورځو بحثونو وروسته د امریکا، قطر او پاکستان په منځګړیتوب د «جمهوریت» د مذاکراتي پلاوي وړاندیزونو منلو ته په مشروطه توګه تیار شول.

د سرچینو په خبره طالبانو د دوحې تړون ترڅنګ «د سولې مشورتي جرګه کې د افغانستان د خلکو غوښتنې» پرځای یوازې د «افغانستان د خلکو غوښتنې» او د ملګرو امنیت شورا ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه لیک پرځای یې د «ملګرو ملتونو غوښتنې» او د «افغانستان د دولت او طالبانو د غورځنګ ارادې» پرځای یې د «د دواړو اړخونو ارادې» د مذاکراتو د بنسټ په توګه منلي دي.

د دواړو لورو د مذاکراتي ټیم غړو هشت صبح ورځپاڼې ته تایید کړې وه چې پرمختګ شوی او «بُن بَست» مات شوی دی.

باخبره سرچینو دغه راز تایید کړې وه، چې د دواړو غاړو مذاکراتي ټیمونو موافقه کړې وه او هرڅه لاسلیک ته آماده وو، چې په وروستیو شېبو کې د «ارګ» په لارښوونه دغه هوکړه ګډوډه شوه.

د ارګ مشر ډاکټر غني په همدې تړاو د «جمهوریت» مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او د «ملي پخلاینې عالي شورا» مرستیال عبدالسلام رحیمي کابل ته راوغوښتل او د هیئت  دغه دواړه غړي د «چارټر» الوتنې له لارې کابل ته راورسېدل.

ارګ د هیئت دغو دواړو غړو ته ویلي، چې د «ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک»، «د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان د خلکو غوښتنې» او د «د کابل حکومت او طالبانو د غورځنګ ارادې» باید په موافقتنامه کې ښکاره ولیکل شي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ(۵ لیندۍ) د ارګ ویاند صدیق صدیقي د بین  الافغاني مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د وروستیو پرمختګونو په غبرګون کې د خبري ناستې پرمهال وویل، چې بین الافغاني مذاکراتو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او ادعا یې وکړه چې د بُن بست د ماتولو لپاره د طالبانو غوښتنې د «اساسي قانون» خلاف دي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو سره د خبرو اصلي طرف د کابل حکومت دی او طالبان یې یوه ډله وبلله. د صدیقي په خبره د «کابل حکومت» به هیڅکله د طالبانو غوښتنو ته تسلیم نه شي او نه به هم د طالبانو په غوښتنه له موافقې څخه د «نظام» نوم لرې کړي.

باوري سرچینو له هشت صبح ورځپاڼې سره په خبروکې څرګنده کړې، چې د «جمهوریت» مذاکراتي ټیم زیاتره غړي د «ارګ» له دغه پرېکړې سره مخالف وو؛ خو ددې سربیره یوې کوچنۍ «ډلې» چې «ارګ» پلوه دې پورته موضوعات د «اسلامي امارت» مذاکراتي پلاوي ته وړاندې کړل.

د سرچینو په خبره ددې مسائلو له کبله د «جمهوریت» مذاکراتي پلاوي د غړو ترمنځ شخړه هم رامنځ ته شوې او ځینې غړي په دې باور دي چې مشوره ورسره نه کیږي؛ خو بیاهم د طالبانو جواب ته منتظر پاتې شول.

د اصولو له مخې که یو مذاکراتي ټیم د مقابل لوري «غوراوی» ردوي، باید چې په بدل کې یې خپل متبادل «غوراوی» وړاندې کړي.

د دې په مقابل کې طالبانو د دوحې تړون سربیره یوازې د«ملګرو ملتونو غوښتنه» او د «کابل او واشنګټن اعلامیه» د خبرو د بنسټ په توګه منلي دي.

د «جمهوریت» مذاکراتي ټیم چې کله د پخوانۍ هوکړې یادونه کړې، د «اسلامي امارت» مذاکراتي پلاوي غړو ورته ویلي هغه پخوانۍ خبرې وې او په دې ترتیب د «جمهوریت» مذکراتي ټیم له ستونزې سره مخ شوی دی.

په ورته مهال د قطر هېواد چارواکو ویلي، چې کولای شي طالبان پخوانۍ هوکړې ته راوګرځوي؛ خو «ارګ» لاهم ټینګار کوي چې ددوی له لوري وړاندې شوي «غوراوي» باید منل شي، کنه بیا به هوکړه نه کیږي.

سرچینې وايي، دغه هوکړه د تسهیل کوونکي (قطر)هېواد، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو په مرسته ترسره شوې وه؛ خو د «ارګ» له مخالفت وروسته اوس دغه هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې د پرېکړو لپاره باید زر تر زره د «رهبرۍ» کمیټه او د «ملي پخلاینې عالي شورا» مجمع رامنځ ته شي.

د همدې لپاره افغانستان کې د اروپايي اتحادیې، برتانیې او امریکا استازولیو د خبرپاڼو په خپرولو سره زر تر زره د «ملي پخلاینې عالي شورا» د تشکیل د پوره کولو غوښتنه کړې. ارګ هم څرګنده کړې چې د «ملي پخلاینې عالي شورا» د تشکیل پوره کولو لپاره هڅې کوي او په چټکۍ سره به تشکیل شي.

په ورته مهال د کابل حکومت مشر اشرف غني تیره ورځ (شنبه، ۸ لیندۍ»د «ملي پخلاینې عالي شورا» مشر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې کتلي دي. د ارګ ویاند صدیق صدیقي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې په دغه کتنه کې عبدالله ترکیې ته د خپل وروستي سفر په هکله اشرف غني ته معلومات ورکړي او ترڅنګ یې په دوحه کې د سولې د وروستیو پرمختګونو په هکله هم تفصیلي بحث کړی دی.

په دې سربیره دواړو لورو په لنډ وخت کې د «ملي پخلاینې عالي شورا» د کېدونکي جلسې په تیاریو هم خبرې کړي دي.

له دې سره همهاله باخبره سرچینې وايي، د ارګ او سپیدار ماڼیو ترمنځ د «ملي پخلاینې عالي شورا» د پرانیست غونډې په تړاو هم د نظر اختلاف موجود دی، ځکه  چې غني چې دغه غونډه په ارګ کې د هغه لخوا پرانیستل شي؛ خو په هغه صورت کې ښايي یو شمېر سیاسي شخصیتونه په کې ګډون ونه کړي.

د چارو د شنونکو په نظر د سولې مذاکراتو کې د کابل حکومت لخوا پرلپسې «ناغیړۍ» ښايي په کور دننه او حتی نړیواله کچه د کابل اوسنۍ اداره لا نور منزوي کړي او داهم امکان لري چې امریکایان د وروستي «غوراوي» په توګه له ارګ څخه اختیارات سپیدار ماڼۍ ته انتقال کړي، چې په هغه صورت کې به بیا د خبرو پرمیز د طالبانو مذاکراتي ټیم دریځ نور هم پیاوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx