ټولنیزه برخه

خوښي په وېشلو لا زیاتېږي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

له څاه څخه د اوبو ایستل د دې باعث کېږي چې د څاه اوبه نورې هم تازه شي، خو که د څاه سر وتړې او له اوبو یې ګټه وا نه خلې، هغه ده چې د وخت په تېرېدو سره په څاه کې شته چینې بندېږي او په تدریج سره چینې مري، خو تازه اوبه تل روانې وي.

مینه هغه مینه ده چې روانه او تل پاتې وي، راځئ خوښۍ له نورو سره ووېشو، ښکلا له نورو سره ووېشو، ژوند له نورو سره ووېشو لنډه دا چې څه هم لرو له نورو سره یې شریک کړو، څو خوند ترې واخلو.

د ژوند له ښکلاوو هېڅکله هم یوازې ګټه اخیستل خوند نه کوي. خوښۍ چې څومره هم تقسیم شي په هماغه کچه زیاتېږي.

عقل، راز او نیاز، مینه، ښکلا، نیکمرغي ټول په دې ښکلا کې ګډ کړئ. که د وېشلو لپاره یې څوک نه لری، نو له شته چاپېریال سره یې ووېشئ، مهمه دا ده چې ویې وېشئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx