افغانستان

ننګرهار کې ۱۵ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تیره ورځ ۱۵ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طــالبانو ویاند ذبـــیح الله مــجاهــــد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، چې دغه تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیس د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ مربوط دي او داچې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی، دوه اونۍ وړاندې په هلمند، کندهار، زابل و بلخ ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx