دیني، سیرت او تاریخ

له مرګ وروسته مور و پلار پالل

حامد افغان

د ابو موسی الأشعري رضي الله عنه زوی ابو بردة وایي: زه مدینې ته ولاړم، نو عبد الله بن عمر رضي الله عنهما راته راغی، هغه راته کړه: ته پوهېږې زه ولې درته راغلم؟ ما ورته وویل: نه، هغه راته وویل: ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي، هغه فرمایل: څوک چې مینه لري په قبر کې خپل پلار سره خپلوي وپالي نو له پلار وروسته دې د هغه له وروڼو او خپلوانو سره خپلوي وپالي. (ابن عمر زیاته کړه) او زما د پلار عمر او ستا د پلار (ابو موسی الاشعري) ترمنځ ورورګلوي او مینه وه، نو زه مینه لرم چې هغه وپالم.

عَنْ أَبِي بُرْدَةَ قَالَ: أَتَيْتُ الْمَدِينَةَ فَأَتَانِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ فَقَالَ: هَلْ تَدْرِي لِمَ أَتَيْتُكَ؟ قَالَ: قُلْتُ: لَا، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ يَقُولُ: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يَصِلَ أَبَاهُ فِي قَبْرِهِ، فَلْيَصِلْ إِخْوَانَ أَبِيهِ بَعْدَهُ». وَإِنَّهُ كَانَ بَيْنَ أَبِي عُمَرَ وَبَيْنَ أَبِيكَ إِخَاءٌ وَوُدٌّ، فَأَحْبَبْتُ أَنْ أَصِلَ ذَلِكَ. أخرجه أبو يعلى في مسنده، رقم: 5669. وابن حبان في صحيحه،رقم: 432. والسيوطي في الجامع الصغير، الرقم: 8302

شارحین لیکي دلته حدیث کې د پلار له وروڼو او خپلوانو سره د خپلوي یادونه شوې ده او مطلب پلار و مور دواړه دي، ملا علي القاري رحمه الله لیکي: بلکي د مور خپلوانو سره خپلوي په اولی درجه په کار ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x