شعـــــرونه

د وصل ډېرې فاصلې د زړه خمار لټوي/ انګار

غازي انګار

د وصل ډېرې فاصلې د زړه خمار لټوي
د لیوني لاریون په سترګوکې غُبار لټوي

د تن هډونه او د پښو تڼاکې لاره وهي
په سرو لمبو او په اغزیوکې سینګار لټوي

چې لیونی عشق یې سینګار او کرار ونه مومي
بیا تړمې اوښکې توره شپه کې په بار بار لټوي

د خدای حضور ته چې ورځي وجود ټوټې خوښوي
خپله سینه کې له دردونونه پرهار لټوي

غالبه مینه د چا سترګې او زړه نه ختموي
لقاء په څوکو د لمبو او یا په دار لټوي

دا چې د زړه په جذیره کې تصور ونشي
تصدیق به څنګه په خیالوکې به دیدار لټوي

مانع اغزي دي خو د ګل غیږې ته لاره څاري
غازي انګار په د ښتو غرو کې لاله ځار لټوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x