افغانستان

غزني کې پر کنډک موټر بم برید تر پنځوسو زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت د مرکز اړوند دریمه امنیتي حوزه کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک موټر بم برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ویل کېږي، په یاد کنډک کې د حکومت کمانډو ځواکونه دېره و او نن سهار ورباندې له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ منفجر کړل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» وايي، نن سهار ۷:۳۷ بجې د ده یک ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د عامه نظم ساتنې پر یو کنډک باندې موټربم برید شوی.

د غزني امنیتي چارواکي که څه هم د برید د تلفاتو په اړه جزئيات نه ورکوي؛ خو د عامې روغتیا رییس وایي، په یاد برید کې دېرش تنه عسکر وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان دي.

تر دې دمه د برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

غلامانو بادار مو راضی او خوشحاله کړ خو خپل اولس مو په وینو ولړل الله مو تبا برباد که ###### حساب به درسره کیږی بنی اسرایلو

pattang

بادار خو ستاسو ډیر قوي دی چې هم دالر درکوي او هم مو جنګ ته استوي ! خو ددې لپاره چې اولس تیر باسۍ نو اولسي پاڅون په نورو هیوآدونو پورې ټړۍ ! که حساب او کتاب وي خو دالر مو غلا ، ااولس مو وږی تږی دی ، درواغ وایې ، پروپاګنده کوۍ ، هم امریکایان ، هم ارپایان او هم خپل اولس غولوۍ او دسولې خبرې جنجال ته کشه وۍ ! يو څه له خدایه وېره وکړۍ !!
 زه له پختو او پښتو څخه نفرت لرم دوی اولس هر وخت تیر ایستلي دی !

غ.حضرت

د افغانانو د ظالمانه وژنو د غندنی تر څنګ : طالب جان باید پوه سی چی د نن ورځی شرائط شل کاله مخکی غوندی شرائط نه دی او نه د افغانانو روحی حالات شل کاله مخکی غوندی دی. که تاسی ددې بېرحمانه حملو له لیاری سیاسی قدرت ته ورسول هم سئ ( پښتو ژبه خو مو زده ده، رسېدل او رسول دوه بېل مفاهیم دی ) نو دا خبره باید همدا اوس پخپل ذهن کی حک کړئ چی: ددې وژل سوو افغانانانو یتیمان بچی به کومه ورځ د غچ او انتقام په تودوخو تږی او خپله د انتقام تنده به… نور لوستل »

pattang

داسې تپوسونه حضرت خانه له متفکر صیب څخه هم وکړه چې په پښتني مناطقو کې دالوتکو او توپونو په ذریعه بی ګناه کلیوال وژني ! دا نو څرنګه د امریکایې دالر خورو په مرګ چې جنګ ته یې ملا تړلې ده خپه کیږي خو داولسي وګړو په وژنه سترګې پټوې ?? زه له پختو او پښتو نفرت لرم دوی مونږ هر وخت تیر ایستلي يو !

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x