افغانستان

ارزګان کې ۲۲ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو او پولیسو د تسلیمېدو په لړ کې تازه د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې ۲۲ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانـو ویــاند قـــــــــــــــــــــاري یوســــف احـــــــــــــمدي په خپلې ټویټر پاڼې ددغو تسلیم شوو دولتي عسکرو نومونو او شهرتونو خپلو سره لیکلي چې دغه کسان د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسئولینو په هڅو د کابل حکومت له لیکو څخه را جلا شوي دي.

احمــــــــــــــدي، زیاتوي چې تسلیم شوو دولتي عسکرو ته د «دعوت او ارشاد» کمیسیون سیمه ییزو مسئولینو له لوري د هرکلي ویلو ترڅنګ هغوی ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx