دیني، سیرت او تاریخ

د عثماني خلافت وروسته ترکان او عربان!

فرهاد اتل

د عثماني خلافت د سقوط وروسته عربان او ترکان له یو بل نه جلا شول، او د سیاسي زعامت او مرکزیت  له پلوه سره وویشل شول، د تیرې څه کم یوې پیړۍ راهیسې دواړه د خپلې، خپلې اجندا سره سم د پرمختګ کوښښونه کوي،او په اوسني  تناظر کې اسلامي نړۍ اوپه خاصه توګه  د بیت المقدس او فلسطین باره کې د ترک ولس او دهغوی د حکومت کردار ټوله اسلامي نړۍ بیا ځان ته متوجه کړه، نوپه دې توګه اوس مهال د دې بدلون او تغیر په  پس منظر  او اسبابو باندې د بحث و تمحیص یوه نوې  سلسله شروع شوې ده،چې په لړکې یې د «الامان » په نوم یوې اوونیزې «بیروت» کې د یو مشهور عربي کارپوه «نبیل الکبیري» نه دهغه رایه پوښتلې ده، چې ځواب کې  یې  نوموړي خورا ضروري او دغور وفکر وړاسبابو باندې  په  رڼا اچولو سره ځیني دپام وړ اړخونه هم ښه روښان کړي دي.

دا سمه ده چې د هغه د نظر یا رایې  له ټولو اړخونو سره زموږ اتفاق ضروري ندی  خو دا چې نو موړي  نه  یواځي د عربانو بلکې دټولې اسلامي نړۍ  د تیرې څه  کم  یوې پیړۍ په دوران کې ناکامیو باندې دغور او فکر کولو ضروري لوري  او اسباب په ګوته کړي نو بنأً دلته خپلو لوستونکو ته یې د لوستلو بلنه ورکوو:
ترکان  کا میاب شول او عربان ناکام! بلکې اسلامپال ترکان کامیاب شول او اسلام مپال عربان ناکام !داڅه خبره ده؟ حال داچې چې اسلامپال ترکان داسلام مپالو عربانو شاګردان دي، هو! برعکس نده، خو شاګردان څنګه کامیاب شول؟ او استادان ولې ناکام شول؟داسوال ډیر اهم  او معروضي دی خو سخت او تریخ دی، زکه چې زموږه عربو مزاج په غلطیو باندې  داعتراف کولو، د خپلوناکامیو منلو، په تجرباتو بیا نظر کولو، او هغونه د استفادې څخه  د تیښتې کولو دی، زموږ عربو اصل مسئله داده چې د حقیقت پر وړاندې تل فرار او دهغه نه سترګې اړوو، بلکې له اوریدو څخه یې هم ګریز کوو، او هره خطا او ناروا چې وکړو د جواز لپاره یې دلایل تراشو، زموږ مسئله عربي قبایلي سخت دریځي، او جاهلي عصبیت دی کوم چې  موږ  کلک نیولی دی او داخلاقو پر بنسټ  د یوبل اسلام جوړولو لپاره لالهاند یو.

څوارلس پیړۍ وروسته هم موږ تراوسه د« سقیفه» له بحث نه وزګار شوي نه یو، موږ تراوسه د « صفین وجمل» په فضاوو کې اوسو، مستقبل ته د ماضي له رخ  ور ګورو، ګواکي چې ماضي دخپلو ټولو تیروتنو، او منفي اړخونو سربیره زموږ راتلونکی دی،حالنکه هغه ماضي چمکداره ده، په هغه کې ډیر د خیر اړخونه هم شته ، دکومو په اساس چې موږ خپل حال ومستقبل تعمیر کولی شو،په دې کې ډیرې تیروتنې هم شته دي دکومو څخه چې د بشري تجربو په لحاظ صرف نظر کيدای شي غرض داچې موږ دماضي  د ټولو منفي اړخونو سره ژوندی یو، او دهغې دمثبتو اړخونو څخه په تیښته بلکې ترې انکار کوو،  د دې لپاره موږ  د حقایقو په تلاش او ماضي کې دخیر و شر  د تجربو او خطاوو استفاده نه خوښوو،موږ د خپلمنځي مشترکاتو په ځای اختلافي نکات لټوو، هرچې اغیار دی هغوی د هغه څیزونو تلاش کوي  چې هغوی  متحد کوي! نه هغه چې هغوی متفرق کوي!ځواک ور بښي نه دا چې کمزوري کوي، همداڅېز په  موږعربوکې مفقود دی.

ترکیه کې  د« العدالة والتنمیه» اسلامپالو بری دتجربو، معارفو، او د کامیابیو او ناکامیو مجموعه فلتر، مطالعه او تنقیح کړی دی، په  داسې بهرتین شکل کې یې وړاندې کړی چې  ورڅخه استفاده او نوی تعمیر ممکن شو، د دې برعکس عربان د بل چانه استفاده کول  نه خوښوي، په دې وجه  موږ کې هریو پخپله تجربه کول او لیدل غواړي، اګر که هغه  د ټول امت دکوښښونو په حساب او د هغه  د حال ومستقبل په بربادۍ باندې  هم منتج  شي،  دا زموږ د ذات  په تل  کې د« اناکمپلیکس» دی د کوم نه چې موږ پخپل ځان او په امت باندې دخوروورو مصایبو او پریشانیو باوجود نجات ندی مندلی دی، د ګناه په زریعه  عزت حاصلول،په غلطۍ اعتراف او تدارک نه کول، او دحق وصواب لورته نه تلل،دا په تشریع او تاریخ کې څرګند خلط  مبحث او د دین او سیاست ترمنځ تفریق دی.

زموږ عربانو مسئله داده چې یو فریق پخپله ترقې کې دین خڼد  و ګاڼه  نو هغوی دین کنارې ته کړ، چې په وجه یې هغوی ډیر ژر  دلارې نه خطا شول، زکه چې هغوی  هغه څراغ غور ځولی و، کوم چې هغوی ته لار رڼا کوله؛ دوهم فریق دین د ترقۍ ضروري  مقدمه وګڼله؛ خو هغوی  دین  د خپل فهم مطابق انګیره! او د خپلې پیمانې مطابق یې واخیست، اوپه داسې بشري اجتهاداتوکې ښکېل شول چې د۱۴ مې پیړۍ وروسته چندان ضروري نه وو، هرچې ترکان وو هغوی غلط او سهي نکات یو، يو په ګوته کړل اوهغه یې دخپل  وړاندې تګ لپاره  پوړۍ وګرځول، د مستقبل په لور یې وکتل، دانسان داړتیاوو، او د هغه د روحاني اشواقو په لار کې  مانع ګرځیدونکي خنډونه یې ولیدل اوعربان په  ماضي کې غرق وو، نړۍ یې  د بې فایدې وعظونو څخه ډکه کړه، خو دا سوچ یې نه کاوه چې د معدې د لوږې درد و الم غوږونه ګڼوي او عقلونه منجمد کوي ترکان زکه کامیاب شول چې هغوی په یو وخت کې په ترک او مسلمان اوسیدو کې تعارض محسوس نکړ او هر چې عربان وو هغوی مرغه ته په ورته کشمکش کې مبتلی وو یو ویل: دمشکلاتو حل له عربي قومیت نه په وتلو کې دی او بل ویل: چې حل د اسلام نه لاس په سرکید و کې دی اونوروبیا ویل: چې  په یو وخت کې  عرب او مسلمان پاته کیدل ناشونې دي.

ترکان ځکه کامیاب شول چې هغوی د ټولې ترکیې  له خلکو سره د یو هیواد دواکمنو په حیث معامله وکړه، هغوی  سره یې د ګوند، ډلې،، قبیلې توپیرته په کتو چلند ونکړ د هغه هیواد واکمنو سیاسي اقتدار دخپل جاه وعزت او ثروت وسیله ونه وګرځاوه  دخپلو لمسیو او کړوسیو لپاره یې دجایدادونو پیرلو سوچ ونکړ، ترکان زکه کامیاب شول چې هغوی ازادي خوښوونکي او دظلم و استبداد څخه نفرت کوونکي دي  هغوی زکه کامیاب شول چې هغوی ترکیه یو هیواد وګاڼه   او قبیله یې ونه ګڼله.

ترکانو سره نه پیترول شته او نه ګاز، خو هغوی زکه کامیاب شول چې هغوی سره ځواکمنې سیاسي ادارې شته دي او د دینه هم زیات د هغوی قومي فکري  او ازادي ده، هغوی د خپل دې کورني  ځواک په مټو  د ترکیې میدانونه  دغنمو وریجو، او وربشو زرغونو لپاره برابرکړل،په دې توګه هغه په سیمه کې هغه لومړنۍ هیواد وګرځید چې دغنمو اهم  او سټراټیژک محصول یې ترلاسه کړ، کوم چې عربان نشي پیدا کولی  بلکې هغوی ډوډۍ ترلاسه کولو پخاطر  په تورو بازارونوکې خپل پیټرول  او ګاز پلوري او بیا  په بد ل  کې یې  عزت ترلاسه کوي.

د ترکانو د بري دا څو نکات دي، عربي کوندونو ته پکاردي چې لږه عاجزي او تواضع غوره کړي، خپله جایزه واخلي، دنورو  له تجربو څخه  د فایدې پورته کولو په لړکې ترټولو د مخه دترکیې تجربه دي په غور سره مطالعه کړي نومیالی مفکر احمد داود اوغلو او هغه دواړه ملګري اردوګان او غول په ستراتیژک فکر دي غور وکړي دا تجربه داویا کلونو راهیسې دوام لري عربي ګوندونه  او تحریکونه دغور وفکر زیات  مستحق دي.

(اوونیزه الامان بیروت )

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x