
بلخ کې لسګونه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په لسو ولسوالیو کې لسګونه دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر او له طالبانو سره یو ځای شوي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي، چې دبلخ ولایت چمتال، چهاربولک، خاص بلخ، زارع، کلدار، شولګر، دهدادي، چاهي اودولت آباد ولسوالیو کې د دعوت، ارشاد جلب او جذب کمېسیون په هڅو «۵۲» دولتي عسکر او اربکیان له دندو لاس په سر او له طالبانوسره یو ځای شوي.
د مجاهد په خبره، طالب مسئولینو د تازه تسلیم شویو کسانو هرکلی کړی.
حکومتي چارواکي که څه هم د یادو شمېرو په اړه څه نه وایي؛ خو په دې وروستیو کې د حکومت له لیکو څخه د دولتي منسوبینو تېښته په بې ساري ډول زیاته شوې.
هره میاشت سلګونه دولتي عسکر، پولیس او اربکیان له طالبانو سره یو ځای کېږي، چې د هغوی له لوري یې دروند هرکلی کېږي او د سر او مال د خوندیتوب ډاډ ورکول کېږي.