
غني له عبدالله، کرزي او سیاف سره د پخلاینې عالي شورا د جوړښت په اړه غږېدلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پخلاینې عالي شورا له مشر «عبدالله عبدالله»، پخواني حکومت مشر «کرزي» او د حراست او ثبات شورا له رییس «عبدالرب رسول سیاف» سره لیدلي او د نورو موضوعاتو تر څنګ د پخلاینې عالي شورا د جوړښت په اړه هم ورسره غږېدلی.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د سولې پروسې، پخلاینې عالي شورا د جوړښت او د یادې شورا د لومړۍ غونډې د تدویر په اړه خبرې وشوې.
د پخلاینې عالي شورا د جوړښت هڅې وروسته له هغه چټکې شوې، چې څو ورځې وړاند ې په افغانستان کې د یو شمېر اروپایي هیوادونو استازو په یوه اعلامیه کې له حکومت وغوښتل، چې ژر تر ژره د پخلاینې عالي شورا تشکیل منظور کړي؛ تر څو په کار پیل وکړي.
د اروپايي اتحادیې په تعقیب په کابل کې د امریکا سفارت هم ورته غوښتنه وکړه.
پخلاینې عالي شورا چې د غني او عبدالله تر منځ د واک د وېش په توافق کې د عبدالله په برخه رسېدلې، اوږده موده کېږي چې تشکیل یې تیار شوی؛ خو لا هم د ارګ له لوري منظور شوی نه دی.
د ځینو سرچینو په باور، د غني او عبدالله سیاسي رقابت ، سیمې ته د عبدالله له وروستیو سفرونو د غني ناخوښي او د سولې پروسې د واک له لاسه ورکولو وېره هغه عوامل دي، چې له امله یې د یادې شورا د تشکیل منظورېدل ځنډېدلي.
بل لور ته د پخلاینې عالي شورا د جوړښت هڅې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیم تر منځ مذاکرات پيل شوي او تازه په یوه ۲۱ ماده لرونکي طرزالعمل توافق هم شوی.
طالبانو ویلي، یاد توافق د دواړو ټیمونو په حضور کې تر لوستل کېدو او تایید وروسته کوربه هیواد ته وسپارل شو؛ خو د کابل مذاکراتي ټیم بیا وایي، د طرزالعمل په مقدمه لا هم بحثونه روان دي.
یو شمېر سرچینې وايي، د ارګ د مخالفت له امله د کابل مذاکراتي ټيم دوې برخې شوی، ځيني یې له شوي توافق ملاتړ کوي او ځيني لا هم ورسره مخالفت لري.
د شنونکو په باور، نړیواله ټولنه د پخلاینې عالي شورا په تشکیلولو سره غواړي افغان سولې پروسه د ارګ له انحصاره وباسي.