
د ایران القدس ځواکونو مشر: زموږ اټوموي ساينس پوه د امريکا په مرمۍ لګېدلی
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ایران سپاه پاسداران اړوند د القدس ځواکونو مشر اسماعيل قاني ويلي، د دوی اټومي ساينسپوه محسن فخري زاده د امريکا په مرمۍ لېګېدلی دی.
اسماعيل قاني زياته کړې، چې د فخري زاده د وژنې تر شا د امريکا او صهيوني رژيم «اسرائيلو» او د هغوی د منافقو ګوډاګيانو لاس دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د فخري زاده وژنه دسيسيه بللې او زياته کړې يې ده، چې ایران به «د دسيسې په لومه کې ګير نه شي.»
د ایران مذهبي مشر اية الله علي خامنهيي هم د فخري زاده په وژنه خواشيني ښوولې او دفاع وزارت ته يې امر کړی، چې د هغه وژونکي په نښه او په سزا ورسوي.
ایراني چارواکي وايي، د محسن فخري زاده د وژنې تر شا د اسرائیلو لاس دی.
محسن فخري زاده د ایران د اټوم پلار بلل کېده او دومره محرم ساتل کېده، چې تېره جمعه تر وژل کېدو پورې يې ډېری ایرانيان له نوم سره هم نه و اشنا، خو کوم خلک د ایران اټومي پروګرام په اړه معلومات لري او نظر پرې ساتي، هغوی لپاره د محسن فخري زاده نوم نوی نه دی، بلکې ښه يې پيژني.
ډېری غربي استخباراتي ادارو هم فخري زاده د ایران اټومي پروګرام لپاره مهمه سټه بلله.
ایراني رسنيو د فخري زاده په اړه ډېر څه نه دي ويلي، خو دومره يې ويلي، چې نوموړي په تېرو څو اونيو کې د کرونا ویرس د معاينې لپاره د کيټونو جوړولو لپاره څېړنې کولې.
د امريکا د کانګریس غړي سناتور برني سنډرز د محسن فخري زاده وژنه غندلې او دا يې پاروونکی عمل بللی دی.
لندن کې د سټراټيژيکو څېړنو نړيوال مرکز همکار مارک فيټر پيټرک، چې د ایران اټومي پروګرام له نږدې څاري، ويلي، د ایران اټومي پروګرام دومره مخکې تللی، چې د يوه نفر په وژل کېدو به اغېزمن نه شي.
د يادونې وړ ده، چې محسن فخري زاده د تېرې جمعې په ورځ پلازمېنې تهران ته نږدې ابسر دماوند سيمه کې په غلچکي برید کې سخت ټپي او وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه.