افغانستان

د زابل د ولایتي شورا رییس له چاودنې روغ وتلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت د ولایتي شورا د رییس «عطاجان حق بیان» پر موټریز کاروان باندې سرتېري برید درنه مرګ ژوبله اړولې.

د زابل امنیه قوماندان «حکمت الله کوچی» وایي، نن سهار لس بجې شاوخوا د عطا جان حق بیان موټریز کاروان داسې مهال د سرتېري برید ښکار شوی؛ چې نوموړی له کور څخه دفتر ته روان و.

د کوچي په خبره، په دې برید کې حق بیان او د نوموړي یو ساتونکی ټپیان شوي او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.

ورته مهال د زابل د عامې روغتیا مسئولین وایي، په دې برید کې د حق بیان په ګډون یوولس تنه ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي.

له برید وروسته حق بیان له رسنیو سره په خبرو کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی.

بل لور ته طلوع نیوز د خپلو امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې په سهارني برید کې درې تنه عام وګړي وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي، چې ۱۹ یې ولسي وګړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دی ته وایی جهاد ماشاءالله. دری ته ملکیان پکی وژل شوی او د شورا مشر حق بیان چی هدف د برید وه پکی ژوندی وتلی دی. بل خوا ډیرو اسلامی هیوادونو د افغانستان جګړه حرامه او نا روا وبلله خو طالبان او نور وژونګی د علماو فتوای ګانو ته د توت اهمیت هم نه ورکوی. ځکه چی بی جنګ څخه نن سبا ژوند کول مشکله ده باید څو ووژل شی چی یو څو نور هوسا ژوند وکړی. د ډیرو معشیت اوس اوس د جنګ له لارې دی.

نوم باهید نه واخستل

32 زخمی او 5 شهیدان لری ولسی خلک زه خپه د سانی پرځای وم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x