افغانستان

ایران شل زره افغان بنديان د کابل حکومت ته سپاري

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ایران چمتووالی ښوولی، چې شل زره افغان بنديان د کابل حکومت ته وسپاري.

د کابل حکومت د عدليې وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، په کابل کې د ایران سفير بهادر امينيان د عدليې وزير فضل احمد معنوي سره د ځانګړې ناستې پر مهال هغه ته ډاډ ورکړی، چې شاوخوا شل زره افغان بنديان د ایران په زندانونو کې پراته دي او هېواد يې تيار دی، چې دا بنديان افغان حکومت ته وسپاري.

د ایران سفير ويلي، د ۲۶۰۰ بنديانو دوسيې يې تيارې کړي او په لنډ وخت کې به يې د کابل حکومت ته وسپاري.

د اعلاميې له مخې بهادر امينيان ويلي، چې په مقابل کې يې ایران هيله لري، د افغانستان په زندانونو کې ۲۴ ایراني بنديان د ایران حکومت ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې کابل او تهران درې کاله وړاندې د بنديانو د تبادلې تړون لاسليک کړی و، تر اوسه د دواړو لوريو ترمنځ يو شمېر زندانيان تبادله شوي دي او که دا شل زره بنديان افغان حکومت ته وسپارل شي، دا به ستر بدلون وي.

د ايران سفارت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې زرګونه افغانان د ایران په زندانونو کې بې سرنوشته پراته دي، چې کورنۍ يې د ژوند او مرګ په اړه هم معلومات نه لري.

سربېره پر دې له تېرو څو کلونو راهيسې ایراني پوليسو څو ځله افغان مهاجر شکنجه کړي او وژلي دي، خو د کابل حکومت تر اوسه په دې اړه کوم جدي ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x