افغانستان

تیرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د برېښنا لپاره اساسي کار نه دی ترسره شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د برېښنا شرکت مسئولین وايي، له ازبکستان څخه د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا د انتقال پروژې د نه تکمیل په وجه هېواد کې د برېښنا د پارچاوي ستونزې زیاتې شوې دي.

دوی زیاتوي، چې دا مهال یې شرکت د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا له کمبود سره مخ دی او له همدې کبله ولایات او په ځانګړې توګه کابل ښار د برېښنا له پارچاوۍ سره مخ دی.

په ورته مهال یاد شرکت ټینګار کوي چې په ورځ کې د ۱۲ ساعته برېښنا په برابرولو سره یې د د صنعتي پارکونو ستونزه حل کړې ده.

د برېښنا شرکت عملیاتي مرسیتال سلیم سلیمي وايي، مونږ په یو وخت کې ۷۶۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لرو؛ که څه هم زمونږ په خدماتو کې بهتري راغلې ده، ځکه تیر کال مونږ ۴۵۰ میګاواټه برېښنا خپلو پېرېدونکو ته وړاندې کوله په داسې حال کې چې سږکال ۴۸۰ میګاواټه پورې برېښنا خپلو پېرېدونکو ته برابروو.

د برېښنا شرکت مسئولین دغه راز تاییدوي چې په تیرو شلو(۲۰) کلونو کې د افغانستان د برېښنا د تنظیم او کنترول لپاره هیڅ بنسټیز کار نه دی ترسره شوی.

په ورته مهال د افغانستان د کانونو او صنایعو د خونې مسئولین بیا وايي، چې لاتراوسه هم تولیدي فابریکې دوامداره او لوړ ولټیج لرونکې برېښنا نه لري.

د کانونو او صنایعو د خونې مرستیال سخي احمد پیمان په دې اړه وايي، صنعتي پارکونه ۲۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او هغوی ۱۰ فیډرونه پارکونه ته ورکړي، چې متأسفانه زمونږ ټول لینونه یو اضافي بار دی، د نړۍ په هیڅ ګوټ کې صنعتکار نه شي کولای له لوړ ولټیج او دوامدارې برېښنا پرته کار وکړي.

د اوسپنې ویلې کولو د کارخانو د ټولنې رئیس عبدالنصیر رښتیا هم وايي، چې صنعتي پارکونه تراوسه پورې منظمه برېښنا نه لري او هغه ۱۲ ساعته برېښنا چې د هغوی له خوا اعلان شوې، که چیرې ۱۲ ساعته برېښنا موجوده وه، نو د صنعت کارانو دا دومره نارې سورې به نه پورته کېدلې.

لیکن د برېښنا مسئولین بیا وايي، چې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا له کسر سره مخ شوي، ځکه د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد ګڼ ولایات د برېښنا له پارچاوي سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په سړې هوا کې د برېښنا پارچاوي بیا بله هغه ستونزه چې کابل ښاریان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x