افغانستانسولې اړوند خبرونه

د مصالحې عالي شورا د رهبري کمېټې جوړښت نهايي شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له اوږدې مودې ځنډ وروسته د پخلاینې عالي شورا غړي وايي، له هر اړخیزو مشورو وروسته د یادې شورا د رهبري کمېټې د غړو لست نهايي شوی.

د پخلاینې عالي شورا چې د عبدالله او غني تر منځ د واک د وېش په توافق کې د عبدالله په برخه رسېدلې، کابو درې میاشتې وړاندې يې اشرف غني د رهبري کمېټې تر نامه لاندې ۴۵ تنه غړي منظور کړل، چې د عبدالله عبدالله له توند غبرګون سره مخ شول او د غني له لوري ټاکل شویو یو شمېر غړو هم په یاده شورا کې له کار کولو ډډه وکړه.

تازه د پخلاینې عالي شورا غړي وایي، له هر اړخیزو مشورو وروسته تازه لست برابر شوی.

د مصالحې عالي شورا ویاند «مجیب الرحمن رحیمي» طلوع نیوز ته ویلي، د پخلاینې عالي شورا به له ۴۵-۴۶ پورې غړي ولري.

رحیمي که څه هم د یادې شورا د غړو نومونه په ډاګه نکړل؛ خو د پخلاینې عالي شورا د جوړښت او په کار د پيلولو هڅې وروسته له هغه چټکې شوې دي، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت او اروپايي اتحادیې یې د فعالولو ټینګار وکړ.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» نن په همدې تړاو له حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف او عبدالله عبدالله سره هم لیدلي و او ویل کېږي، په نږدې ورځو کې به د مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډه هم دایره شي.

د مصالحې عالي شورا د فعالولو غوښتنه په داسې وخت کې کېږي، چې په قطر کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ له اوږدو بحثونو وروسته کابل مذاکراتي ټیم لومړی قانع شوی و،  چې د طالبانو او امریکا توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو دبنسټ په حیث ومني او په دې توګه مذاکراتو کې شته بن بست ته د پای ټکې کېږدي؛ مګر تازه د یاد ټیم ځیني غړي له خپلو ژمنو په شا شوې او ادعا لري چې په طرزالعمل نورو بحثونو ته هم اړتیا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x