ورزش

هسپانوي لیګ؛ برسلونا په ۴-۰ اوساسونا لوبډلې ته ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هسپانیا فوټبال لیګ په ۱۱م پړاو کې د یکشنبې په ورځ برسلونا لوبډلې د ۴-۰ ګولونو په توپير اوساسونا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

برسلونا لوبډله چې په تېرو ۲۹ کلونو کې وروستي ځای ته رسېدلې وه، په تېرو دوه اونیو کې غوره کاکردګي ترسره کړه او په لالیګا لیګ کې له ۱۴م څخه ۷م مقام ته پورته شوه.

د اوساسونا لوبډلې پر وړاندې لوبه کې د لیونل میسي، انتوانی ګریزمن او فیلیپ کویتینو لخوا په زړه پورې لوبه ترسره شوه چې د لوبې ۷۰ سلنه کنترول د برسلونا په لاس کې و.

دغه لوبه چې د ماښام په ۵:۳۰ بجې د برسلونا په لوبغالي «کامپ نو» کې پېل شوه، برسلونا لومړی په ۲۹مه دقیقه کې د دنمارکي مارټن براتویټ په مرسته ګول وواهه، په ۴۲مه دقیقه کې فرانسوي لوبغاړي انتونی ګریزمن په زړه پورې ګول وواهه، په دې سره لومړۍ نیمایي په ۲-۰ پای ته ورسېده.

په وروستۍ نیمایي کې برازیلي لوبغاړي فیلیپ کواتینیو په ۵۷ دقیقه کې او په ۷۳مه دقیقه کې لیونل میسي په زړه پورې ګول وواهه او په دې سره برسلونا په ۴-۰ بریا خپله کړه.

دا د ۲۰۲۰/۲۱م کال د لالیګا لیګ په روانو سیالیو کې د برسلونا لوبډلې لپاره په نهو لوبو کې ۴مه بریا وه، دوی د دوه مساوي لوبو سره ۳ ماتې هم خوړلي او دوه سیالۍ ځنډیدلي دي.

د نړۍ مشهور ستوري لیونل میسي په ګول وهلو سره د خپل هېوادوال مشهور لوبغاړي ډياګو مارادونا ته چې څو ورځې وړاندې د زړه له حملې له کبله مړ شو، خراج وړاندې کړ.

له دې وړاندې د شنبې په ورځ د ریال مدرید لوبډلې د یوې کمزورې لوبډلې دیبورتیو الاویس پر وړاندې په شلو کلونو کې ماتې وخوړه، دوی په ۲-۱ ماتې منلې وه.

د هسپانوي لیګ لالیګا په جدول کې د ریال سودیداد لوبډله لومړی، اتلاتیکو مدرید دوهم، ریال مدرید څلورم او برسلونا ۷م مقام لري، په دې کې برسلونا تر ټولو کمې ۹ او ریال سودیداد ۱۱ لوبې ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x