ورزش

استرالیا یو وار بیا هندي توپ اچونکي سخت وټکول او پرلپسې دوهمه بریا یې خپله کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د استرالیا او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې استرالیاوي توپ وهونکو هندي توپ اچونکي سخت وټکول چې په مرسته یې پرلپسې دوهمه بریا خپله کړه.

هند لوبډله له تیرې اوږدې مودې راهیسې په یو ورځنیو لوبو کې له ستونزو سره مخ ده چې خپلې تیرې ۵ یو ورځنیو کې یې ماتې خوړلې ده.

د استرالیا او هند لوبډلو ترمنځ په دوهمه سیالۍ کې استرالیایي توپ وهونکو په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه چې د سټیو سمیت پرلپسې د دوهمې سلیزې، د ډیویډ ورانر، لوبډلمشر آرون فینچ، مارنس لابشنګ او ګلین میکسویل د نیمه سلیزو په مرسته هند لوبډلې ته د ۳۹۰ منډو هدف وټاکه.

استرالیایي سټیو سمیت پرلپسې دوه سلیزې ووهلې، نوموړي په لومړۍ لوبه کې په ۶۶ توپونو ۱۰۵ او په دوهمه لوبه کې په ۶۴ توپونو ۱۰۴ منډې جوړې کړې. نوموړي په دواړو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

هند لوبډلې په ځواب کې ښه توپ وهونه وکړه خو له ویرات کوهلي او کی ایل راهول پرته هیڅ لوبغاړو په زیاتو منډو بریالی نشو، چې د هدف په تعقیب کې یې ۳۳۸ منډې جوړې او د ۵۱ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

له دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې هم استرالیا لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې هند ته د ۳۷۵ منډې هدف ټاکلی و چې هند د ۶۶ منډو په توپير ماتې خوړلې وه.

لکه څرنګه چې یادې یو ورځنۍ لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ یا نړیوال جام ته د لار موندلې سیالیو څخه دي، استرالیا په پرلپسې دوهمې بریا سره لومړی د دریو لوبو سیریز وګاټه او بیا یې ددغې لیګ لومړی مقام خپل کړ.

باید وویل شي چې د هند لوبډلې مشر ویرات کوهلي په یاده لوبه کې په ۸۹ منډو جوړولو سره په یو ورځنیو لوبو کې ۲۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې. هغه له ټنډولکر وروسته د نړۍ دوهم لوبغاړی دی چې دغه څلي ته رسیږي.

ویرات کوهلي په دوهمه لوبه کې له ماتې وروسته خپل توپ اچونکي پړ وبلل او د استرالیا توپ وهونکو ستاینه یې وکړه، نوموړي دغه راز د استرالیا توپ اچونکي هم وستایل چې په وینا یې هیڅ یې دوی ته د هدف په تعقیبولو کې چانس ورنکړ او زموږ له کوچنۍ تیروتنې یې هم ګټه پورته کړه.

د یادې لوبې لنډیز په دې ویدیو کې کتلی شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x