نن د «خاموش فیلسوف» ـ لېوني اسد ـ پنځم تلین دی

له ننه پوره پنځه کاله وړاندې د دوه زره نهم زېږېدیز کال د جولای په اتمه افغان فیلسوف استاد اسد اسمايي د فرانسې په پاریس ښار کې ومړ.
استاد اسد اسمايي چې په هېواد کې د «لېوني اسد» او «خاموش فیلسوف» په نومونو مشهور و. د زوکړې کره نېټه يې نه ده معلومه، خو ویل کېږي چې له ننه نږدې شپېته کاله وړاندې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې زېږېدلی دی.
استاد اسد اسمايي په ۱۳۵۶ش کال په پوهنتون کې داخل شوی او څو کاله په کابل پوهنتون کې د فلسفې استاد پاتې شوی دی.
استاد اسمايي نږدې لس کاله وړاندې د فرانسې په بلنه له پاکستانه پاریس ته ولاړ او هلته د فرانسې دولت د هغه هېواد د مشهور نړیوال لیکوال ویکتور هوګو، کور استاد اسمايي ته خوشي کړ.
استاد اسمايي ځينې فرانسوي اثار پښتو اودري ته ژباړلي اوپخپله د نوموړي هم ځینې اثار فرانسوي ته ژباړل شوي دي.
د استاد اسمايي په کتابو کې «دوزخیان» مشهور منظوم اثر دی. چې په پښتو لیکل شوی دی.د استاد په اړه د هغه سمینار ټولګه هم خپره شوې ده چې د ده په یاد قلم ټولنې په ۱۳۸۸ش کال جوړ کړی و. دغه ټولګه چې د یاد سیمنار مقالې پکې راغلې دي، اوښتون کلتوري ټولنې په پکتیا کې خپره کړې ده.
استاد اسد اسمايي څو کاله وړاندې ويلي وو: «موږ تر خارجیانو د خپل ژوند ، ادب ، فرهنګ او اخلاقیاتو په اړه ښه پوهیږو خو له بده مرغه چې تر څو موږ ته زموږ د افکارو په اړه خارجیان څه وانه وایې پر خپل ځان مو باورنه راځي.»
د استاد اسد اسمايي فلسفي لارویان د هېواد له اطلاعاتو او کلتور وزارته ګیله کوي او وايي چې د داسې ستر انسان یاد باید په پرتمیونو ناستو کې وشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د