افغانستان

بادغیس کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو یو لوړ پوړی افسر وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ظفر قول اردو یو لوړ پوړی افسر وژل شوی دی.

بادغیس کې د درېیمې پلې لوا قومندان حسیب الله اخونزاده ددې خبر په تایید سره ویلي، چې د درېیمې پلې لوا رئیس جګړن عبدالبصیر نورستاني تیره ورځ په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هاوان په توغندي لګېدلی او ځای پرځای وژل شوی.

نوموړی زیاتوي، د هاوان دغه مرمۍ په یاده ولسوالي کې د ملي اردو په محاصره شوي کمپ د طالبانو لخوا توغول شوې وه.

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ویلي، په دغه توغندويي برید کې د جګړن عثماني د وژلو کېدو ترڅنګ ۸ نور دولتي عسکر هم ټپیان شوي، چې د ۳ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ مرکز له تیرو څو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده او دولتي عسکر د ولسوالۍ له مرکز څخه دباندې په یو کمپ کې کلابند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

دا ټوله منافقین دی که کوفی ده که نادر نادری که ستانکزی او د هغه نور د مذاکراتو د ټیم غړی دی. دوی خپل اختیار لری. د دوی قیضی د ملعون غنی او دغنی غټ قیضه اوس د ناتو او اروپایی ټولنی په لاس کی اخسته ده. د ستانکزی شفایی خبری او وعدی د یوه توت اهمیت نه لری. هغه یو خادیست او دبل ملک فنی اجنټ دی. د چا د پاره چه دبل ګټی د خپل غریب ملت تر کټوو او هوساینی حق اولیت لری. نو ددی ملت غمخور دی پاک ربالعزت سی. منافقین دی الله تباه او ذلیل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x