افغانستانسولې اړوند خبرونه

فوزیه کوفي: مذاکرات له خنډ سره نه دي مخ شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټیم غړې «فوزیه کوفي» وایي، مذاکرات له ځنډ سره نه دي مخ شوي او ډېر ژر به د اجنډا او نورو اصلي موضوعاتو په اړه بحثونه پیل شي.

فوزیه کوفي له ازادي راډيو سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې مذاکرات له کوم ځنډ سره نه دي مخ شوي؛ بلکې یوه نوي پړاو ته داخل شوي «مذاکرې له خنډ سره مخامخ شوې نه‌دي، بلکې د مذاکرو له یوه پړاو څخه نوي پړاو ته داخل شوو. هیله‌من یو چې ډېر ژر د اجنډا او هغو مسایلو په اړه چې د افغانانو د اصلي اندېښنو سبب دي، خبرو ته کېنو.»

د کوفي له لوري پورته څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه دي، چې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه له دوه میاشتنیو مذاکراتو وروسته هوکړې ته ورسېدل او په یوه ۲۱ ماده لرونکي طرزالعمل چې د طالبانو او امریکا توافقنامه پکې د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ ګرځول شوې؛ هوکړه وکړه.

یاد طرزالعمل که څه هم دیارلس ورځې وړاندې د دواړو ټیمونو له لوري تایید او یوه نسخه یې کوربه هیواد ته هم سپارل شوې وه او تمه وه، چې په اړه یې رسمي اعلان هم وشي؛ خو په همدې جریان کې د کابل ټیم مشر «معصوم ستانکزی» د اشرف غني له لوري کابل ته وبلل شو او تر بیرته را ستنېدو وروسته له خپلې کړې هوکړې په شا شو.

تازه داسې ویل کېږي، چې پر اشرف غني د نړیوالې ټولنې او سیاسیونو له لوري  تر فشار وروسته قانع شوی او د طالبانو او امریکا هوکړه یې د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث منلې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x