افغانستان

کابل حکومت د ایراني ساینس پوه ترور کېدل غندلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اتومي پروګرام د مخکښ ساینس پوه «محسن فخري زاده» ترور غندلی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري د تعزیت په خپاره شوي پيغام کې د فخري زاده په مړینه خواشیني ښودل شوې، هغه ته د جنت غوښتنه شوې او تر څنګ یې کابل حکومت ځان د ایران له ملت، حکومت او د نوموړي له کورنۍ سره په غم کې شریک بللی.

محسن فخري زاده چې د ایران د اتومي پروګرام «پلار» یادېده، وړمه ورځ پلازمېنې «تهران» ته نږدې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو، او جنازه یې نن په ځانګړو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شوه.

محسن چې د ایران په دفاع وزارت کې د څېړنو د برخې رییس و، د اسرائیلو په تور لست کې شامل و او ایراني چارواکي ګمان کوي، چې ښايي د امریکا او اسرائیلو د ګډ پلان په اساس ترور شوی وي.

د ایران ولسمشر «حسن روحاني» او د یاد هیواد مذهبي رهبر «خامنه يي» د نوموړي د غچ اخیستلو ګواښ کړی او د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» سره له دې چې اسرائیل د نوموړي په وژنه کې ښکېل بللي؛ له نړیوالې ټولنې يې غوښتي، څو یاد «ترهګریز» عمل وغندي.

سره له دې چې اسرائيل د فخري زاده په وژنه کې ښکېلتیا ردوي؛ خو د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر وایي، فخري زاده د اسرائیلو له لوري د امریکا په مرمۍ ووژل شو.

د فخري زاده ترور داسې مهال دی، چې د ایران له لوري د اتومي پروګرام د پراختیا له امله د ایران-امریکا اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او نړیواله ټولنه ایران تورنوي، چې تر خپلې کړې ژمنې زیات یورانیم یې غني کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x