افغانستان

لغمان کې د حکومت توپچي برید څلور ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د لغمان ولایت د مرکز «مهترلام» په مربوطاتو کې دولتي عسکرو پر عامه ځایونو برید کړی، چې له امله یې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمي څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د مهترلام ښار اړوند «بسرام او بدیع اباد» نومي سیمو کې د حکومت اړوند صفر دوه قطعې عسکرو د ولسي وګړو پر کورونو د هاوان بریدونه کړي، چې له امله یې یو موټر او یو کور تخریب شوي.

د راپورونو په اساس، په یاد برید کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او یوه ښځه او یو نارینه ټپیان دي.

لغمان کې ځایي چارواکو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x