نړۍ

له سپي سره د لوبې پر مهال د جوبايډن پښه ماته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن ښۍ پښه هغه مهال ماته شوه، چې له خپل جرمني الأصله سپي «ميجر» سره يې لوبې کولې.

د جوبايډن له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دا پېښه د شنبې په ورځ شوې او ۷۸ کلن جوبايډن تېره ورځ د هډوکو ډاکټر ته ورغلی و او ډاکټر ورته د اکسرې له وېستلو وروسته ويلي، چې پښه يې ماته ده.

د جوبايډن ځانګړي ډاکټر کيفين اکونور ويلي، چې د لومړنيو اکسرو له مخې د بايډن پښه ډېره نه ده ماته او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه به نورې څېړنې وشي.

د بايډن دفتر وايي، له نورو څېړنو وروسته به د هوډوکو جراح ډاکټر د نوي ټاکل شوي ولسمشر عمليات وکړي.

ټاکل شوې، چې جوبايډن به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د ولسمشرۍ لوړه وکړي او دی به د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ډېر عمر لرونکی ولسمشر شي.

بل لور ته د امريکا رخصتېدونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټويټ کې هغه ويډيو خپره کړې، چې جوبايډن له روغتونه راوځي او د هغه د روغتيا لپاره يې نېکې هيلې او پېروزينې ښکاره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دا نو د بایډن بدچانسی ده چی د سپی سره په لوبو کی ئې پښه ماته سوه
ها بل او ها نورو ئې د ټول مظلوم بشریت سره بی شرمانه لوبی کړی دی خو نُک ئې هم نه دی مات سوی
البته ( بَیِّنَة ) به حتماً پلی کیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x