
د هرات د اوبۍ ولسوالۍ امنیه قومندان طالبانو سره جګړه کې وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د هرات ولایت په اوبۍ ولسوالۍ کې له طالبانو د مخامخ جګړې پرمهال ددې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی دی.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالأحد ولي زاده رسنیو ته ویلي، د اوبې ولسوالۍ امنیه قومندان محمدرفیق الکوزی نن سهار ددې ولسوالۍ په «شهرنو» سیمه کې د طالبانو پرضد عملیاتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ولي زیاده دغه راز ویلي، چې په دغه پېښه کې د الکوزي یو ساتونکی ټپي شوی هم دی.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپلې ټویټ پاڼې ویلي چې د اوبۍ ولسوالۍ امنیه قومندان یې له دوو ساتونکو سره یوځای وژلی دی.
https://twitter.com/QyAhmadi21/status/1333314763137363973
په یوه جلا پېښه کې نن سهار وختي شپږ بجې د هرات ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې د عسکرو پر یو رینجر موټر وسله وال برید کې یو عسکر وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان دي.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، د عسکرو په موټر هغه مهال ډزې شوي، کله چې په سیمه کې په ګزمه بوخت وو.