افغانستان

افغانستان کې د جنګي جرمونو موضوع د چین او اسټرالیا تر منځ ناندرۍ راپورته کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د اسټرالیاوي عسکرو له لوري د جنګي جرمونو ترسره کولو په تړاو د چین تبصرو د اسټرالیا او چین تر منځ ناندرۍ راپورته کړې.

وروسته له هغه چې اسټرالیاوي پوځ د یوه راپور په خپرولو سره ومنله چې عسکرو یې په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي او ۳۹ تنه بې ګناه افغانان يې وژلي؛ د چین بهرنیو چارو وزارت یاد جرمونه غندلي او له اسټرالیا یې غوښتي چې جرمونه وڅېړي او عاملین یې محاکمه کړي.

د چین د بهرنیو چارو و زارت ویاند «لیجان ژاو» پر ټویټر له یوه داسې انځور سره چې یو اسټرالیاوي عسکر پکې د یوې افغانې ماشومې مرۍ ته چاړه سیخه کړې؛ لیکلي «افغانستان کې د اسټرالیاوي عسکرو له لوري د عامو افغانانو او بندیانو وژلو ټکان راکړی. موږ دا کړنې په کلکه غندو او غواړو چې عاملین د محاسبې مېز ته را کش کړل شي.»

د اسټرالیا لومړي وزیر«سکاټ موریسن» د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له لوري ددې ډول عکس خپرېدل په کلکه غندلي او له هغه یې غوښتنه کړې، چې انځور ژر تر ژره لیري کړي او له اسټرالیا بښنه وغواړي.

د موریسن په خبره « د چین حکومت باید په دې کار سره وشرمېږي، دا کار ددوی حیثیت د نړیوالو په سترګو کې راټيټوي.»

د موریسن د څرګندونو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې بلې ویاندې «هووا چوینګ» له خپاره شوي انځور دفاع کړې او د بښنې غوښتل یې رد کړې.

نوموړې د اسټرالیا له حکومت غوښتي، چې د خپلو عسکرو له لوري په ترسره شویو جنګي جرمونو رسمي بښنه وغواړي.

هووا چوینګ ددې تر څنګ په افغانستان کې د اسټرالیاوي عسکرو جرمونه د شرم وړ بللي او په خبره یې « د افغانانو ژوند هم ارزښت لري.»

دغه ناندرۍ وروسته له هغه راپورته کېږي، چې روانه میاشت د اسټرالیا پوځ تر څلور کلنو څېړنو وروسته د یوه راپور په خپرولو سره ومنله، چې عسکر یې په افغانستان کې د ماموریت په مهال په جنګي جرمونو کې ښکېل و او د ۳۹ تنو بې ګناه افغانانو ژوند یې اخیستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

I am sorry for all of my Afghans. We all have suffered so much but INSHALLA there is a light at the end of the tunnel. Now it is time for others to suffer.

Thank you China and all our neighboring countries

TALIBA JANAH TA TAH ME SALLAM AW ALLAH DE MAL SHAH

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x