نظــر

د چارواکو په زړونو کې پټ شوي اورونه

امرالله عمران

د انسان نفس د انسان ترټولو خطرناک دوښمن دی، دا دښمن چې په الهي فرمان قیضه نشي، بیا د دونیا وحشي حیواناتو تر ټولو خطرناکترین دښمن تري جوړیږي، له هغه نه بیا د هر ډول کړنو د ترسره کولو امید کیدلی شي.

داسې انسانان بیا د خپل نفس بندګان شي، او د ژوند هدفونه یې د خپل نفس غوښتني پوره کول شي.

هغوي بیا د هري لاري غواړي خپلو هدفونو ته ځان ورسوي، کله چې واک په لاس کې ولري، په جبر او وحشي حیوان غوندې د خپل خواهش پوره کولو لپاره حملي کوي، کله چې د واک سره سره خپل هدف ته نه رسیږي نو بیا خپل رنګ بدلوي او په دویم شکل کې څرګندیږي، او ځانونه مهربانه، بشردوسته وطن دوسته معریفي کوي او په دې پلمه غواړي خلک تیرباسي تر څو ښه ظلم او وحشته ته یې لاره هواره شي او خپل حرص او تمه ښه سړه کړي ترڅو خپل شهوت ته ورسیږي.

دا شهوتونه او خواهیش فرق کوي د چا شهوت واک وي، چې دایم دې پکې پاتې شي، څوک بیا مال غواړي، او دچا خواهیش شهرت وي، او څوک په تفاوت سره بل شهوت لري، چې زموږ حکومتي چارواکې اوس په همداسي حالاتو کې قرار لري، که یې نه منئ او باور نه کوئ نو بیا اړتیا نشته چې تاسې ته د هغوي زړونه او څیرم او دهغوي د حرص او شهوت پټ شوي اورونه درته وښایم، بلکې تاسې د چارواکو په خلاف داسې کارونه وکړئ چې دهغوي له ګټو اوشهوت سره لږڅه په ټکر کې وي، یعني د خپلو حقونو د ترلاسه کولو اقدام وکړئ، بیا به د چارواکو په زړونو کې پټ شوي د اور لمبې وګورئ، بیا به پوه شئ، چې تاسو څنګه له منځه وړي، او څنګه د اور خوار کیږئ.

ځکه چې تاسو جرائت کړی چې دهغوي دحرص، اوشهوت په لاره کې خنډ رامنځته کړئ.

دا خواهش پرستان د دونیا ترټولو زلیل او خونخوار مخلوق دی.

هرکله چې یو استعمار په یو ملک یرغل وروړي، نولومړی د همداسې خلکو په لټه کې وي، دا خلک ډیرې روزنې ته هم اړتیا نه لري، یواځې یې خواهیش ورپوره کوه نور له هر څه درته تیریږي، له عزت او ناموس را ونیسه آن د خپل دین او وطن په خرڅولو هم سرفه نه کوي.

تاسې به د امریکا د یرغل راورسته دا سې څیري لیدلې وي! او دا به هم درمعلوم وي! چې څومره داسې خیالي ځوانۍ د چارواکو د حرص او شهوت په لاره کې قربانې شوي، په دې لاره کې څومره کورونه په لوټو بدل شوي، ډېرې میندې بوري شوي، ډېر ماشومان یتیمان شوي، څومره ښادۍ په ویر بدلې شوي، ډیر جماتونه او مدرسي، ویراني شوي، ډېر استعدادونه په تورو زندانو کې خاوري شوي، او …. او ….

خو د چارواکو حرص او خواهیش ندی پوره شوی، ځکه د انسان نفس هیڅکله نه مړیږي، او خواهیش یې هیڅکله نه پوره کیږي، چې یو خواهیش ته ورسیږي بیا بل غواړي، بیا بل غواړي، بیا بل غواړي…

تر دې چې په قبر کې خاوري پرې امبار شي ایله چې موړ شي…

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

حقیقت دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x