نظــر

د سیکولرانو له خوا اسلام ضد فعالیتونه!

څارنوال سلیمان الکوزی

د پوهنې وزیره میرمن رنګینه حمیدي څه غواړي؟ د چا د موخو او ګټو لپاره کار کوي؟

میرمن رنګینه حمیدی د کندهار ولایت اوسیدونکې ده، پلار یې د یاد ولایت ښاروال وو چي د یوې چاودنې په ترڅ کې و وژل شو، میرمن حمیدي د خپل ژوند زیاته برخه په امریکا کې تېره کړې ده په اخیري دوو لسیزو کي یې دننه په افغانستان کې له غیر دولتي انجیوګانو او بهرنیو سفارتونو سره کار کړی؛ تازه څو میاشتې وړاندې د اشرف غني له خوا د پوهنې وزارت د سرپرست وزیرې په توګه وټاکل شوه.

د اشرف غني د حکومت دواړه دورې افغان مسلمان او مجاهد ولس ته تورې دورې وې د هیڅ افغان سر، مال، دین، ابرو او عزت پکې خوندي نه وو د بیلګې په توګه په سلګونو علماء او استادان تر دې مهاله ترور او شهیدان شوي دي؛ د اشرف غني حکومت چي له پیله بیا تر دې مهاله په اسلام ضد کړنو تورن دئ تازه د پوهنې وزیرې میرمن حمیدي او ولسمشر اشرف غني د پوهنې وزارت له تشکیلاتي اډانې څخه د اسلامي زده کړو معینیت حذف او په یو ریاست یې تبدیل کړی؛ په داسې یو هېواد کې چي (۹۹%) سلنه وګړي یې مسلمانان دي د پوهنې په وزارت کي د اسلامي زده کړو څانګې ته په کمه کتل او ارزښت نه قائیلیدل ستر توهین او سپکاوی دئ کوم افراد او شخصیتونه چي په دې شوم او مغرضانه دسیسه کې لاس لري هغه مسلمانان بلکه د مسلمانانو او اسلام پټ اما خطرناک دښمنان دي خو دوی دې پدې پوه شي چي د ولس په سترګو کې خاورې نشي پاشلی ستاسو هره کوچنۍ او ستره مغرضانه کړنه د ولس د سترګو تر ذره بین لاندې ده.

آغلې رنګینه او ښاغلی اشرف غني! له تاسو پوښتنه کوو ولې تنها هدف مو څه دئ چي د اسلامي زده کړو څانګه کوچنۍ او محدوده کړۍ؟ ستونزه څه وه؟ که په رښتیا د تشکیلاتي پړسوب غم نیولي یاست نو مهرباني وکړۍ لومړۍ یې ولسمشرۍ ماڼۍ پیل کړۍ څه اړتیا وه چي د پراختیا ملي ادارې ته مو د دوه وزارتونو په پیمانه تشکیلات ورکړي؟ ګڼ شمېر معینیتونه مو له وزارتونو جدا او خپلواک مو کړل ترڅو په مستقیمه توګه د ارګ تر سترګو لاندې وي، د مالیې وزارت ته مو هم پلان جوړ کړی وو چي عایداتي ریاستونه یې مستقیم ارګ ته راپور ورکونکي وي خو پلان مو شنډ شو، ګڼ شمېر بي فایدې ادارې مو رامنځ ته کړي لکه جندر ریاستونه، د ښځو چارو وزارت، د ځوانانو معینیت، د بشري حقونو وزارت، وزارت صلح، له نشه ایی توکو سره د مبارزې معینیت، فساد اداري او داسې نور ………… چي هیڅ ګټور فعالیت یې نه تر سترګو کیږي تر ټولو جالبه دا چي د له فساد سره د مبارزې د ادارې کار کوونکي خپله په فساد ککړ غلاوې او رشوتونه خوري کوي، د له نشه یې توکو سره د مبارزې مسئولین پخپله د نیشه یی توکو کاروبار کوي خو د دې فضوله ادارو تشکیلات نه تنقیص کوي، نه تنزیل او نه هم لغوه کیږي خو په ټول نظام کې یو د اسلامي زده کړو معینیت نه تحمل کیږي د یاد معینیت تنزیل د ریاست څوکۍ ته هیڅ مؤجه، قانع کوونکی، منطقي، عقلي او قانوني دلیل نشته چي دا د اسلام او مسلمانانو ضد یوه ښکاره او علني د ښمنانه کړنه ده او بس نور هیڅ ندي.

د پوهنې وزیرې او اشرف غني تاسو ته وایو چي دا مغرضانه او د اسلام ضد عمل مو د ټول ولس په وداندې مردود او په سختو ټکو یې غندو هیڅ مسلمان افغان ته د منلو وړ ندئ دا کار به تاسو ته په ستر قیمت تمام شي او تاریخ به ستاسو دا خائینانه عمل په هیڅ صورت هېر نکړي.

د ولسي جرګې وکیلانو ته وایو!
د ولس درنو استازو باور لرو چي تاسو په هېواد، مسلمان ولس، خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو غیرت کوۍ نو هیله مو دا چي د پوهنې وزیرې میرمن رنګینې حمیدي ته د باور رایه ورنکړۍ که خپل ضمیر او وجدان له ملامتیا څخه خلاصوۍ او خپل اسلامي مسئولیت اداء کوۍ نو یوه د باور رایه هم باید ترلاسه نکړي پدې سره به تاسو هم د ولس زړه ګټلی وي او هم به مو له خپلو اسلامي ارزښتونو ننګه کړې وي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

غنی د دین ضد سړی دی دین سره یی تعلق ختم شوي . ښه او نیکه توقع ترې کول اشتباه ده خوله یی کږه ده او سوک یی علاج بس

غ.حضرت

که یاد ریاست مستقل وی نو تر معاونیت به ګټور وی ځکه معاونیت بیا هم د وزارت د تصمیمونو تابع وی خو ریاست کولای سی خپله دنده په آزادانه او پراخه توګه تر سره کړی او که فرضاً وزارت د اسلامی زده کړو د دقیق تعمیم ضد کړنی پخپل پروګرام کی ولری نو دا کړنی د معاونیت په شتون کی هم د اِعمال وړ دی بناً د پورته لیکنی د محترم لیکونکی تشویش به پر ځای نه وی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x