
طالبانو په غزني کې د خپل قومندان وژل کېدو دولتي «ادعا» رد کړه/ ویډیو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبانو په غزني ولایت په «ګیرو» ولسوالۍ کې د خپل قومندان په ګډون د ۸ طالبانو د وژل کېدو دولتي «ادعا» رد کولو ترڅنګ ویلي، چې اصلا په دغه نوم کوم قومندان نه لري.
تردې وړاندې د کابل حکومت دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې تیره شپه یې د ګیرو ولسوالۍ په «علي شیرخیل» کلي کې د حمزه وزیرستاني په نوم طالبانو هغه قومندان له ۷ نورو ملګرو وژلی، چې تیره ورځ یې د غزني مرکز ته څېرمه د نظم عامه په کنډک خونړی موټربم برید پلان کړی ؤ، کومه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبــیح الله مـــجـــاهـــد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې اصلا د حمزه وزیرستاني په نوم ددوی کوم ملګری نه شته او هغه انځور چې د کابل حکومت دفاع وزارت خپور کړی، د مـــجـــاهد په خبره هغه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د کرامت خان په نوم د یو «مجـــاهـــد» دی چې ژوندی او په «جهادي» فعالیت مصروف دی.
سپیناوی:
د غزني ګیرو ولسوالۍ په علي شیرخیلو سیمه کې د ۸ تنو مجاهدینو د شهادت پروپاګند حقیقت نلري.
زموږ اړوند هیڅ مجاهد هلته ندی شهید شوی.
دښمن چې د حمزه وزیریستاني په نوم عکس خپور کړی هم دروغ ده، د عکس خاوند کرامت خان نومیږي د پکتیکا په ګیان کې جهاد کوي، ژوندی، جوړ او روغ دی. pic.twitter.com/RDPlzYTjwo— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) November 30, 2020
باید وویل شي چې تیره ورځ د غزني ولایت مرکز ته څېرمه د نظم عامه پولیسو په ګډ مرکز د طالبانو موټربم برید کې د چارواکو په خبره ۳۱ دولتي عسکر مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي وو؛ خو عیني شاهدانو بیا د تلفاتو شمېر ددې څو چنده زیات ښودلو.
په ۲۱ پیړی کی دا رانګه شیان غواړی حکومت راباندی وکړی