واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

نیویارک ټایمز: غني د سولي د خبرو مخالفت ته ملا تړلې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): نیویارک ټایمز د ځینو افغان مقاماتو په حواله لیکي چي که څه هم په قطر کي د مذاکراتي ټیمونو تر مینځ د خبرو د طرز العمل په اړه موافقه سوېده، خو اشرف غني د سولي د خبرو د پرمختګ مخه نیولې ده.

نیویارک ټایمز د نومبر پر ۲۹ مه لیکي طالبانو د سوشل میډیا له طریقه اعلام وکړ چي دواړو مذاکراتي ټیمونو د خبرو د پرمختګ په اړه پر ۲۱ ټکو موافقه کړېده. خو سمدستي د کابل د حکومت ځینو چارواکو د طالبانو لدې ادعا سره مخالفت وښود، او زیاته یې کړه چي څه جزییات لا پاتي دي.

نیویارک ټایمز وايي اشرف غني ټینګار کوي چي حکومت دي د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» په نامه یاد سي.

نیویارک ټایمز لیکي د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د نیویارک ټایمز د همدې رپوټ ځیني برخي «بې بنیاده» وبللې.

نیویارک ټایمز لیکي که څه هم امریکايي مقاماتو په عامه توګه د خبرو د بن بست په اړه څه ندي ویلي، خو هغه امریکايی دپلوماتان چي د قطر د خبرو په اړه اول لاس معلومات لري وايي چي د اشرف غني له موقفه ستړي او بېزاره سويدي. هغوی وايي د کابل په مذاکراتي ټیم کي نفاق او درز ایجاد سویدی. ځیني د غني طرفداران دي، او بعضي د غني له دریځه ستومانه او خواتوري سويدي.

نیویارک ټایمز لیکي مشهور افغان سیاسي مبصر طارق فرهادي وايي که چیري غني هغه متن ومني چي د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم ندی په کښې ذکر سوی «غني د افغان جمهوریت د نه په رسمیت پېژندولو لپاره دروازه خلاصوي.» ښاغلي فرهادي زیاتوي «جمهورریس غني له آغازه د همدې مفهوم سره مخالفت کړیدی،‌ځکه په بل صورت کي هیڅ داسي تضمین نسته چي هغه دي جمهورریس پاته سي.»

نیویارک ټایمز لیکي اشرف غني هڅه کوي چي د سولي خبري وځنډوي، ځکه هیلمن دی چي ګوندي جو بایډن د امریکايي عسکرو د خروج مسیر بدل کړي. اخبار لیکي چي افغان چارواکي شکایت کوي چي ټرمپ د سازش کولو لپاره ډیر زیات فشار پرې اچولی وو.

نیویارک ټایمز لیکي اشرف غني معصوم ستانکزی او عبدالسلام رحیمي کابل ته غوښتي دي، او هغوی ته يې په تاکید ویلي دي چي د موافقاتو په اصلي متونو کي باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم ذکر سي.

نیویارک ټایمز لیکي د اشرف غني همدا مقاومت او جڼه جڼه متحده ایالات او اروپايي اتحاد دېته اړ ایستلي دي چي د مصالحې د عالي شورا د سمدستي فعالېدو مطالبه وکړي. ځکه همدا شورا د سولي د چارو مسوله ده، او ریس يې ډاکټر عبدالله دی.

نیویارک ټایمز لیکي غني او عبدالله د جمهوري ریاست د انتخاباتو حریفان دي، او د قدرت د وېش د موافقې پر اساس ډاکټر عبدالله د سولي د چارو مسول دی.

نیویارک ټایمز لیکي ډاکټر عبدالله د دې صلاحیت لري چي له اشرف غني پرته د سولي چاري مخته بوزي. خو د خبرو پدې حساسه مرحله کي د ډاکټر عبدالله غیبت غربي چارواکي حیران کړيدي، ځکه هغوی دېته انتظار باسي چي عبدالله پدې برخه کي حاکم نقش ولوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x