نظــر

افغانستان د افغانانو  که د امپراتوریو هدیره؟!

شفيع اعظم اورياخېل

نړیوالو رسنیو او د تاریخ په بېلابېلو انسټوټیونو کې افغانستان ته د امپراتوریو هدیره (Grave Yard) اصطلاح کارېږي.

ځیني له دې اصطلاح سره موافق ندي او افغانستان د امپراتورانو نه بلکې د افغانانو خپله هدیره بولي.

د نړیوالو امپراتوریو هدیره یې ځکه بولي چې امپراتورۍ د قدرت په اوج کې وي، خو کله یې چې افغانستان ته یرغل ور وړی؛ بیا یې یې زوال د افغانستان او افغانانو په پښې غوټه شوی.
انګریزانو ځانونه د نړۍ واحده یکه تازه امپراتوري بلله چې مستعمره سیمو کی یې لمر غروب نه کاوه. مګر کله چې د افغانانو وار راځي نو درې ځله په پرله پسې ډول په بېلابېلو اداورو کې کوښښ کوي څو دا د افغانانو ټاټوبی هم په زور تر خپلې سینې او وزرو لاندې کړي، خو درې ځله یې وزرې او داړې ماتېږي.

وروستۍ جګړه کی یې د افغانانو په لاس داسې قوي مرګوني ضربات وخوړل چې دلته د ماتې باوجود یې سویلي اسیا تر څنګ ډیرو نورو هېوادونو کې هم پرله پسې له ماتو سره مخ او ملتونو ترې خپلې ازادۍ واخیستې.

له دوی وروسته USSR یا سور پوځ ځانونه د نړۍ زورور پوځ او د سردمدارۍ سینه ارته او په غرور یې وزرې وټپولې.

دا پوځ په نړیواله کچه په سرې یږې مشهور وو او په اړه یې ویل کېدل چې سره یږه یوځای پنجې ښخې کړي؛ بیا شاته تګ نه مني.

مګر دلته یې د افغانانو په بیسارو سرښندو په سر داسې سوکان وخوړل چې افغانستان کې د ماتې باوجود یې د شکست درزونه او څړیکې تر مسکوه ورسېدې او هلته د نظام پاشلتیا وروسته یې له بطن نه ډیر نور مقبوظه ملتونه را و وتل او د مرکزي اسیا په ګډون ډیر نور هیوادونو ترې د افغانانو د جانبازۍ له برکته د خپلواکۍ څښتن شول.

له دغو ټولو وروسته نوبت د امریکا شو.
د دې باوجود چې امریکا په ټوله نړۍ کې سیال نه درلود او داسې ځواک وو چې نړیوال سټیج کې اول او اخر خبره د دوی وه. خو مقابل کی یې داسې افغانان وو چې هغوی تازه په تازه د سرې یږې له هولناکو قدمونو او ترې را وروسته داخلي جګړو له امله د خوړلیو ټپونو لاندې مرګوني زګېروي کول.

مګر امریکا همدې “امپراتوریو هدیرې” لقب ته په کتو په یواځې ځان افغانستان ته د ننوتو زړه ښه نکړ. له ځان سره یې د همدې روسیې او سر سخت دوښمن ایران په ګډون ټوله نړۍ د نړیوال ائتلاف تر عنوان لاندې ملګرې کړه او په دغه شکل یې د دې خاورې د تسخیر خوبونه لیدل.

هو دوی د یوه کال په جریان کې ټول افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راوست. مګر کله چې پدې خاوره د خپل راج چلولو خبر شوه نو له داسې ناتصور شوي هیښونکي مقاومت سره مخ شول چې وروسته له شلو کالو هم دوی یوه لحظه په ارام ساه ونه ویسته. که دوی په اسمان او زمکه کې هرڅه په واک لري خو برعکس دویته هم د سر په کاسه کې وینې ورکړل شوې.

پداسې ډار یې وخت تېر کړی چې کابل هوایي ډګر نه هم په څو مترۍ کې خپلو دفترونو ته د زمکې پر ځای له ډاره په هلکاپټرو کې ځي راځي چې دا خبر په نړیوالو رسنیو کې یوه نړیواله مسخره او د ښکاره ماتې غوغا جوړه شوه.

وروسته له نولسو کالو د نړیوال ائتلاف باوجود دوی ټول په ډلیز ډول پدې اعتراف کوي چې دا خاوره په زور د ساتلو نده او دا ملت د برچې په زور د رام کېدو ندی. نظامي جنرالانو یې د زرګونه زرکیلویي بمونو، زندانونو او بېرحمه شکنجو ورکولو وروسته ومنله چې دلته روانه کشاله نظامي حل لار نلري او د ځان نجات لپاره یې د جګړې رینګ کې خپلو سیاسي ډیپلوماټانو ته لاس اوږد کړ چې له دې ګردابه د وتلو لپاره سیاسي حل لار غواړو.

افغان جګړه کی یې دا دی څلورم ولسمشر سپینې ماڼۍ ته راځي خو هره ورځ د پرمختګ پر ځای د تسخیر شوې خاورې حلقه د دوی پر نظامي اډو مخ په تنګېدو ده.

وروسته له نولسو کالو د امریکا هغه پخوانی روب داب ندی پاتې. هغه دوی چې په کومو وسلو، عسکرو او ټکنالوژۍ نازېدل؛ اوس د نړۍ په مخکې مسخره پدې دي چې افغانستان نه ماتې وزرې په وتو دي.

هو له دې هم انکار نشي کېدای چې افغانستان د خپلو بچیو لپاره هم یوه لویه هدیره ګرځېدلې. دا طبیعي ده چې کله دې وطن کې مستې امپراتورۍ په ګونډو کېږي نو دا قیمت غواړي او قیمت به یې حتما د افغانانو هدیرې او د وطن لګدمالي وي.

مګر دا یاد ساتئ چې افغانانو هیڅکله هم نه په انګریزانو پسې لښکرې انګلینډ ته ور وستي، نه سرو روسانو پسې مسکو ته ورغلي وو او نه هم لکه ډهلي او صفهان په څېر نیویارک ته د پښتنو یا افغانانو لښکرې ور غلې وې.

هو دا جګړې که د امپراتوریو د زوال وې نو افغانانو لپاره د خپل وطن، ناموس او ارزښتونو د ساتنې تپل شوې د ناکام جګړې او مقاومتونه وو. د تاریخ دغو حقایقو ته په کتو خپل ټپي ملت ته که روحیه نشو ورکولای نو د ملامتۍ پېغور ورکول هم ندی پکار.

هو دا پېغورونه هم په شعوري او لاشعوره توګه اکثر هغه افغانان؟! ورکوي چې اوس او د تاریخ په بېلابېلو ادوارو کې د همدغو نړیوالو امپراتوریو وطني یا کورني همکاران پاتې شوي.

پدې هیله چې بیا د نړۍ هیڅ زبرځواک د افغانانو ټاټوبي ته په بد نیت ونه ګوري او افغانانو ته فرصت ورکړل شي یا افغانان د فرصت اخیستلو هنر زده کړي څو راتلونکي کې دغې خدای ورکړې وړتیا او انرژۍ نه د خپلو ټپونو التیام او نړۍ سره په سولیز ژوند کې کار واخلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x