سولې اړوند خبرونه

نيويارک ټايمز: د سولې پر وړاندې د اشرف غني له لوري د خنډونو رامنځته کولو غربي ډيپلوماټان نهيلي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې د کابل حکومت د مشر اشرف غني او د هغه د ټيم له لوري د سولې بهير سره د مخالفت او خنډونو رامنځته کولو په اړه يو مطلب خپور کړی دی.

نيويارک ټايمز وايي، د حکومت مشر د سولې روانو خبرو په اړه خنډونه رامنځته کوي، خو حکومتي ټيم د غربي هېوادونو له لوري تر فشار لاندې دی، تر څو دا «دردوونکې هوکړه ومني.»

د نيويارک ټايمز په راپور کې راغلي، چې د کابل حکومت مشر اشرف غني د سولې خبرو له پرمختګ سره په داسې حال کې مخالفت کړی، چې طالبان او له کابله تللی مذاکراتي پلاوی د خبرو د طرز العمل په جوړېدو هوکړې ته رسېدلي دي.

ورځپاڼې د چارواکو په حواله ليکلي، چې د څو مياشتو خوارۍ په پایله کې د رامنځته شوي پرمختګ سربېره اشرف غني په دې اړه خنډونه رامنځته کوي.
نيويارک ټايمز په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند په حواله ويلي، چې دواړه مرکچي پلاوي د شاوخوا څلورويشتو نکاتو په اړه هوکړې ته رسېدلي او د راتلونکي پړاو لپاره د خبرو په چوکاټ او پروټوکول مهمې خبرې شوي دي.

خو نيويارک ټايمز د باوري سرچينو په حواله ليکلي، چې يو شمېر چارواکو د پرمختګ دا دعوه رد کړې او ټينګار يې کړی، چې لا هم ځينې کارونه پر ځای پاتې دي، چې بايد کار پرې وشي. دغه چارواکي وايي، چې طالبان د غربي هېوادونو د فشار په نتيجه کې دې ته اړ شوي، چې د پرمختګ اشاره ورکړي.

د مذاکراتو په اړه معلومات لرونکي درې افغان چارواکي وايي، چې ښاغلي غني لږ تر لږه يوه استثنا په تفصیل غوښتې او ټينګار يې کړی، چې حکومتي ټيم دې د عام نوم پر ځای د افغانستان اسلامي جمهوريت په نوم ياد شي.

نيويارک ټايمز وايي، دا ډول تفصيل او استثنا غوښتو تر دې مخکې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړې وې، چې طالبانو په تېرو وختونو کې «د افغانستان اسلامي امارت» په نوم ټينګار کاو، چې په ۲۰۱۳ کال کې د سولې خبرې له پټرۍ ووتې او همدا ټکی د امريکا او طالبانو ترمنځ لانجمه‌من و، چې بالاخره دواړه لوري يوې هوکړې ته ورسېدل او له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتلو ته يې زمينه برابره کړه.

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د لارښود طرز العمل د جوړولو پر مهال پر دې عنوان ټينګار نه دی، د حکومت او طالبانو ترمنځ په يو شمېر ځانګړو خبرو هوکړه شوې او دا ښه مهم پرمختګ بلل کيږي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د چارواکو او کارپوهانو په حواله ليکلي، چې د اشرف غني د دې غوښتنې له امله دا مذاکرات هم له شک سره مخ کړي دي.

د چارو کارپوه او خپلواک څېړونکي ابراهيم باحث نيويارک ټايمز ته ويلي، دواړه لوري هڅه کوي، چې نړيوالو ته دا باور ورکړي، چې مقابل لوری متنازع دی، خو د اوږدمهال لپاره به دا کار د طالبانو په ګټه تمام شي او په طالبانو کې به د هغه چا لاس نور هم قوي شي، چې د روان بحران اساسي حل له پوځي لارې ګوري او د خبرو روان بهير بې ګټې بولي.

امريکايي او غربي ډيپلوماټان په ښکاره په دې اړه ډېر څه نه وايي، خو د قطر پلازمېنې دوحه کې د سولې له خبرو معلومات لرونکي کارپوهان وايي، چې غربي ډيپلوماټان د اشرف غني له چلنده نهيلي شوي دي او وړانديز يې کړی، چې د حکومت مرکچي ټيم عملا په دوو برخو ويشل شوی، چې يو لوری يې د اشرف غني وفادار او نور يې له هغه مايوسه دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني سلاکار تورک فرهادي نيويارک ټايمز ته ويلي، که اشرف غني هغه متن قبول کړي، چې «اسلامي جمهوريت په کې نه وي ياد شوی»، نو بيا به د دې خبرې ضمانت نه وي، چې اشرف غني دې ولسمشر پاتې شي او له همدې امله نوموړی پر دې خبره ټينګار کوي.

د نيويارک ټايمز په وينا اشرف غني د ځنډ دا چارې د يوه حساب په توګه شماري او هيله لري، چې د امريکا راتلونکی ولسمشر جوبايډن اداره به د امريکايي پوځيانو د ويستلو لړۍ په اړه بيا کتنه وکړي او يا هم د سولې بهیر کې له خپل فکر سره څه بدلون راولي. افغان چارواکي دا شکايت هم کوي، چې امريکا تر سخت فشار لاندې نيولي، تر څو دا دردوونکې هوکړه ومني.

نيويارک ټايمز وايي، دواړو لوريو منلې، چې د ستونزو حل لپاره به حنفي فقهې ته رجوع کوي او د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې د امريکا او طالبانو هوکړه به د دې خبرو بنسټ وي.

سره له دې، چې د اشرف غني حکومت دې ته نه و تيار، چې د دوحې تړون د راتلونکو بین الافغاني خبرو لپاره د بنسټ په توګه ومني، خو باوري افغان چارواکو نيويارک ټايمز ته منلې، چې حکومت اوس د دوحې تړون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د بنسټ په توګه منلی دی.

نيويارک ټايمز دا هم ويلي، چې امريکايي او اروپايي حکومتونو پر اشرف غني فشار راوړی و، تر څو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا ترکیب بشپړ شي؛ ځکه چې غربي هېوادونه دې ته په تمه دي، چې عبدالله عبدالله د سولې بهير کې خپل اغېزناک رول ولوبوي، خو د نيويارک ټايمز د راپور له مخې تر اوسه د مصالحې عالي شورا څوکۍ تشه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x