د نن سرلیکنه

كابل د فوق العاده بیړني وضعیت په حال کې – سرمقاله

نن ټکی آسیا: سرمقاله: بالآخره له پنځه ورځني ځنډ وروسته پرون ناوخته د دوهم پړاو درغلیزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.

د دغو لومړنیو پایلو په ترڅ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا اشرف غني احمد زی پر خپل انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله د يو مليون زياتو رایو په ترلاسه کولوسره بريالي بلل شوی ، خو د امريكې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي بیا د اشرف غني د بریالیتوب په اړه ویلي چې ترڅو د ځینو رایو په اړه له سره څیړنې نه وي شوي څوک دې د انتخاباتو ګټونکی نه اعلانيږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا د اشرف غني بریالیتوب په داسې حال کې اعلانیږي چې د هغه انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله دغه بریالیتوب د ځان پر ضد کودتا بللي او په مقابل کې یې د موازي حکومت جوړولو ګواښ کړی دی.

د پایلو له اعلان سره سم د خبري رسنیو لخوا د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر له د ندې څخه د برطرفه كيدو خبر ورکړل شو، د نوموړي د برطرفي لامل هم هغه ګونکسې دي چې نوموړي غوښتل د اعلان شویو پایلو په مقابل کې په بلوا لاس پوري کړي؛ ځکه چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاح او هم پالنې ټیم له وړاندې ګواښ کړی وه چې د ترسره شویو ټاکنو هغه پایلې چې دوی ورکې پاتې اعلان شي په هیڅ ډول ور ته د منلو وړنه، او دوی به یې په مقابل کې مقاومت کوي او غرونوته به خیژي.

د دوهم پړاو تر سره شویو درغلیزو ټاکنو بحراني بهیر چې په کابل کې د امریکې د سفیر او دوو تنوجمهوري غوښتونکو امریکايي سناتورانو جان مک کین او لینزي ګراهام تر مستقیم نظارت لاندې پرمخ بیول کیږي، د ټاکنو تر نامه لاندې د دغې امریکايي ډرامې ماهیت په بشپړه توګه ټولې نړۍ او افغان ولس ته ښه بربنډ کړ چې هغوی څرنګه وکړای شول افغانان د دغې بربنډې توطیې په وسیله یو د بل پرخلاف ودروي.

سره له دې چې امریکايي چارواکو په باربار په ټاکنیز بهیرکې له خپلې مداخلې څخه انکار کړی خو د تیرې یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپانې خبر ورکړچې په ټاکنیز بهیرکې د کړکیچ د مخنیوي په غرض امریکايي او اروپايي چارواکي دیته مجبور شوي چې په نوموړي بهیرکې مداخله وکړي.

له بلې خوا د پایلو تر اعلان له مخه په کابل اوځیني نورو لویو ښارونوکې مخکې تر مخکې لا د انتخاباتي سیالانو د پلویانو ترمنځ وضعیت په بشپړه توګه بحراني حالت خپل کړی چې د کابل پوهنتون د محصلینو ۵ ساعته خونړی تصادم یې یوه بیلګه بللای شو ،او همدا راز نن سهار د لویې جرګې په خیمه کې د ډاکټرعبدالله لخوا په ښکاره ډول دمقابلې اعلان او د ده د پلویانو لخوا د ولسمشر کرزی سپکاوی هغه څه دې چې هیواد سیاسي وضعیت نورهم دبحران او ګډ وډي پرخوا بیايي او دا هغه څه دي چې امریکایانو وار تر له مخه د انتخاباتي ډرامې په پلمه د افغانانو د تفرقې او ویشلو په غرض پلان کړي ول.

په افغانستان کې د ۱۳کلن امریکايي موجودیت پایله داشوه چې په کلیو او بانډوکې کلیوال افغانان د وسله وال مقاومت په نوم دهغوی د تحت الحمایه حکومت په خلاف خپل مخالفت جاري وساتي او په ښارونوکې د امریکایانو په لمسون د سیاسي رقابت تر نامه لاندې دیموکراسي پلوه افغانان یو دبل پرخلاف ودریږي او په دې سره په افغانستان کې د لازیات وخت لپاره تیري کوونکو امریکایانوته دافغانستان د اشغال زمینه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x