
طالبانو د «محسن فخري زاده» د ترور په تړاو ایران ته تسلیت ویلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د ایران سفارت وایي، د طالبانو یو پلاوی د سفارت ودانۍ ته ورغلی او د ایران د اتومي پروګرام د مخکښ ساینس پوه «محسن فخري زاده» د ترور کېدو له امله یې تسلیت ورته ویلی.
په قطر کې د ایران سفارت پر ټویټر لیکلي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی سفارت ته ورغلی او د «محسن فخري زاده» د وژل کېدو په تړاو یې ورسره غمرازي څرګنده کړې او تر څنګ یې نوي سفیر ته په راتلونکي کې د بریاوو هیله کړې.
هیئتی از دفتر سیاسی طالبان با حضور در سفارت جمهوری اسلامی ایران در دوحه ضمن عرض تسلیت به مناسبت ترور دانشمند شهید #فخری_زاده و ادای احترام به آن شهید عزیز، ورود جناب آقای @hamidehghani_ir به دوحه را به عنوان سفیر جمهوری اسلامی ایران خیر مقدم گفته و برای ایشان آرزوی موفقیت نمودند pic.twitter.com/6DXvgHO6Ky
— Embassy of I.R.Iran in Qatar (@IRANinQATAR) November 30, 2020
ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» هم یاده لیدنه تاییدوي او په خبره یې د طالبانو د پلاوي او ایران د سفیر تر منځ لیدنه کې د افغان سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه هم خبرې وشوې.
په ملاقات کې د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو او همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) November 30, 2020
محسن فخري زاده چې د ایران د اتومي پروګرام «پلار» یادېده، وړمه ورځ پلازمېنې «تهران» ته نږدې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو، او جنازه یې نن په ځانګړو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شوه.
محسن چې د ایران په دفاع وزارت کې د څېړنو د برخې رییس و، د اسرائیلو په تور لست کې شامل و او ایراني چارواکي ګمان کوي، چې ښايي د امریکا او اسرائیلو د ګډ پلان په اساس ترور شوی وي.
د ایران ولسمشر «حسن روحاني» او د یاد هیواد مذهبي رهبر «خامنه يي» د نوموړي د غچ اخیستلو ګواښ کړی او د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» سره له دې چې اسرائیل د نوموړي په وژنه کې ښکېل بللي؛ له نړیوالې ټولنې يې غوښتي، څو یاد «ترهګریز» عمل وغندي.
سره له دې چې اسرائيل د فخري زاده په وژنه کې ښکېلتیا ردوي؛ خو د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر وایي، فخري زاده د اسرائیلو له لوري د امریکا په مرمۍ ووژل شو.
د فخري زاده ترور داسې مهال دی، چې د ایران له لوري د اتومي پروګرام د پراختیا له امله د ایران-امریکا اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او نړیواله ټولنه ایران تورنوي، چې تر خپلې کړې ژمنې زیات یورانیم یې غني کړي.