
دنيا کې زندګي د مسافر غوندې پکار ده/ صادق
لطيف الله صادق
دنيا کې زندګي د مسافر غوندې پکار ده
د حق خبره هر چېرته د نر غوندې پکار ده
چې کاڼې زر زيور دې په رفتار اثر ونکړي
ډک زړه څپاند رفتار د سمندر غوندې پکار ده
تندی له کاڼې کلک د هر خطر لپاره ساته
غمونو ته مضبوط زړګی د غر غوندې پکار ده
چې سر پکې ټيټيږي هغه ژوند له مرګه جار شه
خبره ښه په نره د عمر (رض) غوندي پکار ده
نور وخت زمونږ د اوښکو څڅولو پورې خاندي
لمانځنه د غمونو د اختر غوندې په کارده
ملا! د کنايې او د مجاز خبرې پرېږده
خبره ښه صفا د بجليګهر غوندې پکار ده
دعوت به دې د حق په وينو رنګ کړي تر ښنګرو
سينه ورته درياب د پيغمبر (ص) غوندې پکار ده
کعبه د رب ساتل (صادقه) دومره ضرور نه دي
سا تنه د زړګيو د پرهر غوندي پکار ده
لطیف الله صادق