نظــر

طالبان؛ پلازمېنه کې هم د خلکو دعوې حلوي!

طارق بدر

یو وخت یو خبر رسنیز شو، چې د غزني ولایت لپاره د کابل ادارې والي د منګور په نوم د غزني ښار ته څېرمه سیمې ته د جمهورت له منځه امارت ته خپله دعوه وړاندې کړې، چې بیا يې په ګټه هم تمامه شوې وه، دا خبر پخپله والي رداوه، خو د سیمې خلک پوهېدل چې حقیقت څه دي، له لویه سره په ټول افغانستان کې د خلکو دعوې دنګلې ان د جمهوریت له منځه د امارت لمنې ته وړل کېږي او ډېری دولتي مامورین خپلې قضیې د امارت په محاکمو کې حل کوي.

څو ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ یو تن په سیمه کې د اسلامي امارت محاکمې ته عارض شوی، چې د کابل ښار په چهلستون سیمه کې يې پر یو تن ۴۰زره ډالر دي، چې له کلونو راهیسې يې په یوه بله پلمه غلطوي، امارت يې باید حق ترې واخلي، کله چې محکمې موضوع وڅېړله، سهار کې يې يې پوروړي کس ته حال وکړ، چې پر تاسې عارض دلته حضور لري، که خبره همداسې وي، لکه نوموړي چې دعوه کړې نو باید سره له نغدو تر مازیګره ځان را ورسوې او که غواړې چې دلایل وړاندې کړې هم باید تشریف راوړې؛ د مازیګر لمونځ ته لا وخت و چې د کابل ګردو وهلی ځوان نېغ په چک کې له موټره کوز او پیسې يې مقابل لوري ته وسپارلې!

له امارت سره د قضایاو په حل کې خلک ځکه خوشالي احساسوي، چې محاکمه لنډه، پر وخت او بې له کوم لګښته ترسره کېږي، خو که خبره د جمهوریت په نوم محکمو ته لاړه شي، نو مثلاً د پورته څلوېښت زره ډالرو لپاره باید یو لک څلوېښت زره نور مصرف شوي وای!

له ولس نه د دولت فاصله، پخپله د یو سیستم د تخرېبېدو علت ګرځېدلی شي، سره له دې چې رسنۍ له نږدې دوه لسیزو راهیسې طالب سرتېري د ولس دښمنان معرفي کوي، خو دې تبلیغاتو پر ولس هیڅ اغېزه ونه کړه، ځکه دوی پوهېږي چې طالب، یعنې د دوی ورور، وراره، زوی او خپلوان!
هغه څه چې د امارت محکمو ته يې لا اعتبار ور بښلی، پر حق پرېکړه ده، کندز، غزني، پکتیکا او زابل کې ګڼې داسې عریضې شوې دي، چې یو اړخ له کوره شهیدان ورکړي او مجاهد خلک دي، خو بل اړخ حتی په مخالف لوري کې ولاړ دی، خو چې حق يې و، حق ورکړل شوی دی.

د کندوز په چهاردره کې د ځمکې پر سر ناندرۍ د همداسې دوو کورنیو تر منځ وې، خو دا چې حق د مخالف لوري و، امارت هم پرېکړه د هغوی په حق کې وکړه، سره له دې چې کشرانو مجاهدینو د بل لوري د لحاظ زارۍ کولې، خو لله الحمد په مجاهدینو کې اداراتو ته درنښت مهم اصل دی!
اوس چې امارت لا هم د جګړې په ډګر کې دی، دا ډول خدمات يې ولس لا ور نږدې کولی شي او دا روحیه پیاوړې کوي چې په ترینګلي جګړه ییز حالت کې هم د خلکو حق نه ضایع کېږي، کله چې قرآن تر چوکۍ ورسېږي نو ولې به د چا حق ضایع شي؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x