نظــر

دوی کله د سيالۍ خلک دي!؟

شاهين ارين

کابو دوې مياشتي تيري شوي دي، چې د دوحې د تړون د د بشپړ تطبيق په موخه د هغه د اساسي مادو څخه د بين الافغاني مذاکراتو او ډيالوګ پر ماده عملي کار پيل شوی دی.
هغه وخت بين الافغاني مذاکرات په خورا شاندارو مراسمو پيل شول، د پيل په غونډه کې يې د امريکا د خارجه وزير په ګډون د بيلابيلو هيوادونو او سازمانونو لوړ پوړو او ټيټ پوړو چارواکو شرکت درلود.
د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په ورځ د طالبانو د مشر سياسي مرستيال او د هغوی د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په ډيرو ساده او ځليدولو لفظونو خپل دريځ او د مذاکراتو غورچاڼ د غونډي ګډونوالو ته وړاندې کړ.
خو په مقابل کې يې د کابل څخه په تللو کې د کابل رژيم نيمه مشر ډاکټر عبدالله يو ځل بيا په خپلو څرګندونو کې هغه پيچلو او مبهمو جملو ته ځای ورکړ، او د هغه څه پر سر يې سوګندونه وخوړل، چې دوی يې خپلي اتلس کلني لاسته راوړني بولي او افغانان کې د کابل رژيم د اقتدار او ګټو د تمديد د يوې ناکامي هڅي په توګه پېژني.
د هغي ورځي څخه د دواړو لورو تر مينځ مستقيما خبري پيل شوې، خو دا چې تر اوږدې مودې وروسته د افغانانو د متخاصمو جهتونو دوه ګوني ټيمونه د مذاکرې پر ميز د خبرو لپاره سره کښېني، نو طبعي خبره ده، چې مذاکرات دې لږ څه ځنډني شي او پايله دې يې يو څه وخت ته اړتيا ولري.
خو بلخوا د ځنډ او خنډ يو لامل يې دا هم و، چې د کابل څخه په تللي ټيم کې د ځينو فکرونه او نظرونه داسې و، چې بين الافغاني مذاکراتو ته يې هيڅ د پرمختګ چانس نه ورکاوه، دوی په کابل کې د واک پر ګدۍ د ناستو چارواکو په څېر ډول ډول سرندې او بابولالي ږغولې، خپل فساد، غصب، غلا، فاحشۍ، چور او تالان ته يې د اتلس کلنو لاسته راوړونو نوم ورکاوه او په ډيره سپين سترګي سره يې دفاع ترې کول.
د دوو مياشتو تر اوږده مزله وروسته تيره ورځ لومړی طالبانو پر هغه طرزالعمل د هوکړي خبر ورکړ، چې د اولي ورځي څخه د دواړو لورو ترمنځ کار پرې پيل شوی و، تر څو هغه طرزالعمل د يو چوکاټ په توګه د راتلوونکو اساسي موضوعاتو لپاره کار وکړي، تر طالبانو وروسته د کابل رژيم ځينو سرچينو هم د طالبان خبره تائيد کړه، پر طرزالعمل د هوکړي خبرونه يې نشر کړل.
خو ځينې سرګردانه يې لاهم پر طرزالعمل د هوکړې څخه په داسې حال کې مخالفت وکړ او په اړه يې ضد او نقيض څرګندوني وکړې، چې کره سرچينو هم تائيد کړې ده، چې پر طرزالعمل د هوکړي پر مهال قطري چارواکې موجود و، او د هوکړې يوه کاپې د متقابلو لورو تر څنګ قطري چارواکو ته هم ورکړل شوه.
د سولې د پروسې په ټول بهير کې د کابل رژيم همدغه حال و، دوی د سولي مخ ته هر ډول خنډونه ايجاد کړل، د افغانستان د اوږدې غميزي څخه د نجات پر ځای يې د دې غميزي د لا اوږديدا لاره ونيول، پر مظلومو افغانانو يې د هيڅ ډول ناورين څخه مخ ونه ګرځاوه، د افغانانو کلي، کورونه او جوماتونه يې په کنډواله بدل کړل، په داسې حال کې چې خپلي کورنۍ يې په امريکا، اروپا او مينځني ختيځ کې ديره دي، او غوړ ژوند تېروي، دوی ملي شتمنۍ غصب او غلا کړې، په بهرنيو هيوادونو کې يې ځانونو ته مځکي او اپارتمانونه پرې وپيرل، خپل کاروبارونه يې پرې جوړ کړل، خو د افغانانو جوړ بازارونه او کاروبارونه يې بمبار او ړنګ کړل.
د کابل رژيم د چارواکو ټولو جرمونو او جنايتونو ته په کتو سره هر څوک درک کولی شي، چې دوی ستر ناسياله خلک دي او د خپلو ګټو په محور څرخيږي، نو د سرو کرښو د ژړيدلو، د ناسمو څرګندونو او د ضد ونقيض خبرونو ګيله ترې کول هم خوشي ځان غلطول دي، ځکه دوی د سيالۍ خلک نه دي، چې ګيله ترې وشې، دوی چې هر څومره متزلزل او لړزانده وي هغومره ښه ايسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x