افغانستانسولې اړوند خبرونه

جمعیت اسلامي د مؤقت حکومت د جوړېدلو غږ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه خبرو ته ناست دي او د حکومت پر مشر «اشرف غني» د سولې د هڅو د مخنیوي تور پورې کېږي؛ د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند وایي، مؤقت حکومت باید جوړ شي تر څو د مذاکرې اړخونه سره جوړ راشي.

د جمعیت ګوند ویاند «عبدالفتاح احمدزي» په یوه ویډيويي پيغام کې ویلي، چې جمعیت ګوند د سرتاسري او پایداره سولې لپاره له کېدونکو هڅو ملاتړ کوي؛ خو په خبره یې په اوسني حالت کې اجماع نشته، سیاسي جهتونه ناخوښ دي او حتی د کابل مذاکراتي ټيم په دوو ډلو ویشل شوی.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې همېشه د سولې په درشل کې داسې هڅې کېږي تر څو مخالف اړخونه تر یوه نظام لاندې راشي؛ نو ځکه باید په اوسني حالت کې هم مؤقت حکومت جوړ شي «مؤقت حکومت د نظام د تغیر په معنا نه دی؛ بلکې دا معنا لري چې ولسمشر او څو نور افراد له دندو لیري او په ځای یې نور کسان وګمارل شي تر څو مخالفت اړخونه د یوه نظام تر چتر لاندې شي.»

د جمعیت ګوند پورتنی مؤقف داسې مهال دی، چې په دوحه کې له اوږده ځنډ وروسته د کابل ټیم له طالبانو سره په یوه ۲۱ ماده لرونکي طرزالعمل قانع شو؛ خو کابل ته د معصوم ستانکزي تر سفر وروسته بیرته له کړې هوکړې په شا شو.

داسې ویل کېږي، چې په مذاکراتو کې د ارګ د لاسوهنې له امله د کابل مذاکراتي ټیم په دوو ډلو ویشل شوی، چې یوه ډله توافق کوي او بله یې بیا له منلو ټینګار کوي.

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د سولې روان حالت ته په کتو ویلي، چې غني او په نوموړي راټول کسان د سولې پروسې د هڅو مخه نیسي او نه غواړي هیواد کې سوله تامین شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بده خبره نده د مونږه اسلامی حزب هم د مؤقت حکومت چغی وهی خو مونږه مؤقت حکومتونه تجربه کړی چی یوه یی هم ښه نتیجه نه درلوده. خو چی درست فکر وکړو بهتره ده یو مؤقت حکومت رامنځته شی پدی شرط چی د پاکستان په لاس جوړ شوی نوی او ټول طرفونه پکی برخه واخلی او ټولو ته د منلو وړ وی.

زمري

څوک يې تضمين کوي چې د موقت حکومت په شتون کې کولابيان سره همغږي کيږي? څوک يې تضمين کوي چې موقت حکومت سره به د نويمې لسيزې تجربه نه تکراريږي? او څوک تضمين کوي چې افغان حکومت يو ځل بيا د پنجاب (طالبانو) لاس ته نه وليږي او د حکومت پلانونه او بودجه به په اسلام آباد کې نه جوړيږي?

دا کولابيان (جميعتان) که يې د ښځې او ناموس خرڅولو له لارې ګټه کوي هم پروا يې نلري چوکۍ او پيسې ورته مهمه ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x