افغانستان

د جنګي جرمونو په موضوع د چین او اسټرالیا ناندرۍ؛ کابل حکومت پر دواړو هیوادونو د همکارۍ د دوام غږ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اسټرالیايي عسکرو جرمونه وغندل او په غبرګون کې يې اسټرالیا پر چین توندې نیوکې کړې؛ کابل حکومت په دواړو هیوادونو غږ کړی، چې اړیکې ترینګلې نکړي او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د کابل حکومت له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت د اسټرالیا هیواد له چارواکو سره افغانستان کې د هغوی د عسکرو د جنګي جرمونو په تړاو «رغنده» خبرې کړې؛ نو ځکه ښایي چین او اسټرالیا خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي « د چین د خلکو جمهوریت او آسټرالیا، د افغانستان دوستان دي، او په تیرو شلو کالونو کې یې د افغانستان په بیارغونه او سولې ټینګښت په لار کې فعال رول تر سره کړی دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت هیله لري چې په افغانستان کې د ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه د چین او آسټرالیا تر منځ همکاري به دوام ومومي، ترڅو د افغانستان د ملاتړ لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع زیانمنه او کمزورې نه شي.»

د کابل حکومت له لوري چین او اسټرالیا ته د همکاریو د دوام توصیه داسې مهال ده، چې د اسټرالیا له لوري په افغانستان کې د خپلو عسکرو په جنګي جرمونو تر اعتراف وروسته چین ورباندې توندې نیوکې وکړې او یاد هیواد یې وغوښتل چې له مجرمینو سره محاسبه وکړي.

د چین د څرګندونو په غبرګون کې اسټرالیا له یاد هیواد وغوښتل چې بښنه وغواړي او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له ټویټر پاڼې انځور لیري کړي؛ خو چین د خپل ویاند دفاع وکړه او اسټرالیا ته یې له افغانانو د بښنې غوښتلو توصیه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x