دیني، سیرت او تاریخ

جهاد، منبر او تر مینځ یې د وحدت ضرورت (دریمه برخه)

حماد افغان شیرزاد

د دې لیکنې دوه برخې مخکې هم نشر شوي چې لوستل يې اړین دي.

د جهاد او منبر د اتحاد ضرورت!
اتحاد او یووالی ژوند دی اختلاف هلاکت او بربادي ده، یووالې د پرمختګ بنیادي او اساسي شرط دی او اختلاف زوال دی، اتحاد د بري او سرلوړۍ راز دی او د کامیابۍ ټول اسرار په یووالي کې مضمر دي ، که چیرته موږ سره یو شو نو د دنیا د ټولو سختیو او مشکلاتو مقابله ښه په اسانۍ سره کولای شو او دا د تاریخ تر ټولو ستر درس دی خو افسوس چې نن موږ دا درس له یاده ویستلې دی.

موږ په تاریخ کې ډېر داسې مثالونه لرو چې کله دوه او درې ډلو اتحاد کړی هغوی بیا په خپل قوي دښمن غالب شوي او برې یې موندلې او داسې مثالونه هم ډېر لرو چې کله قومونو خپل منځي اختلاف کړی بیا د تاریخ له صفحو محوه شوي،د مسلمانانو خپل منځي اختلافاتو ثمره ده چې نن ګرده نړۍ کې یو داسې مرکز نه لرو چې هلته د مظلوم مسلمان فریاد واوریدل شي او بیا  د ظالم پر وړاندې اقدام وشي بل خوا که کفر هر څومره خپل منځي عناد او دښمني لري خو د مسلمان د ځپلو لپاره سره یو شوي او پر ټوله نړۍ حکومت کوي.

همدا اوس د څو کلونو راپدیخوا کفري قوتونه د یوې پخې منصوبې او اجنډا لاندې د مسلمانانو تر مینځ د بې اتفاقۍ، انتشار خپرولو او عامه مسلمانان د علماء کرامو څخه د بدظنه کولو کوښښ روان کړی؛ ځکه ذ اسلام دښمنان د تاریخ څخه د تجرباتو اخیستلو په ترڅ کې دې نتیجې ته ورسېدل چې د مسلمانانو په زړونو کې د شهادت د جذبې د راپیدا کولو او دوی د ویښتابه پر لور روانولو کې د منبر او محراب تر ټولو لوی او مهم کردار دی، نو ځکه هغوی همدا کوښښ روان کړی عامو مسلمانانو ، مجاهدینو او علماء کرامو تر مینځ ستر واټن رامنځته کړي او د دوی اړیکه ټکنۍ او سره ختمه کړي او د یو بل څخه یې د بدظنه او بدګمانه کولو لپاره د دوی استخباراتي ادارې په منبر او محراب کې د بم چولو سره امام او مقتدیان په نښه کړي او پړه یې پر مجاهدینو واچوي او کله بیا دوی په ملکي ځایونو لکه کلینکونو، بازارونو، او یا هم ښونځیو کې چاودنې ترسره کوي او پړه یې پر مجاهدینو اچوي او ورسره زهرجن تبلیغات کوي تر څو عام مسلمانان او د جومات سره اړیکه لرونکي خلک د مجاهدینو څخه منفور او متنفره کړي او دا دسیسې د همدې یواځیني هدف لپاره دي چې د امت تر مینځ اتحاد پاتې نشي او نفاق، اختلاف او شخړې رامنځته شي او اړیکې یې ختمې کړي.

که چیرته موږ د اندلس په تاریخ نظر وڅرخوو هر کله چې هلته د ملکه ازابیلا او باچا فردیناند ملګرو د پوره کوښښ وروسته د وخت حکومت سره تړون لاسلیک کړ، د جهاد، منبر او عامو مسلمانانو اړیکه یې ختمه کړه نو په ډېر لږ وخت کې کفارو د مسلمانانو ډیرې سیمې (غرناطه، اشبیلیه، قرطبه او آن بشپړ اندلس)  ونیولې، ځکه هلته د جهاد او منبر اړیکه ختمه شوې وه او مسلمانان د غفلت په خوب ویده وه او د منبر خلک په خپل منځ  اختلافاتو بوخت وه چې کفري لښکرې پرې ورغلې او د تاریخ هغه زړه بوږنونکي جرمونه یې وکړل چې دا دی نن یې هم په یادولو د مسلمان زړه ته درد رسیږي، جهادي خوځښت د اندلس د زمري موسی بن ابي غسان په مشرۍ کلکه مقابله وکړه خو بالآخره هم ټول شهیدان شول د جهادي حرکت د ختمیدو وروسته منبر او محراب داسې فلج شول چې بیا هلته آذان نعره له منارو څخه راپورته نه شوه او نن هم هلته د آذان او د حق نعره په ډېره مشکله سره اوریدل کیږي.

که چیرته موږ له تاریخ څخه درس اخیستلای نو په همدې نیږدې وخت کې زموږ سره نیږدې سیمې(ما وراء النهر، سمرقند، بخارا، ترمذ او ترکستان) چې د علم، فن او مهارت تر ټولو ستر مرکزونه وه ، د وخت تر ټولو سترې دینې مدرسې پکې ابادې وې، د کفر توپان داسې له منځه یوړې چې نن پکې د شمار او د ګوتو په حساب مسلمانان شتون لري او دا هغه وخت وشول چې هلته د جهاد او منبر اړیکه ختمه شوې وه ، منبر د سوچه فکر خاوندانو په روزلو کې پاتې راغلی وو او د خپل منځي اختلافاتو د اور په لمبو کې  راحیسار و او د علم او فن سره یې د تورې او نیزې د ضرورت درک نه کولو بیا نو همغه وشول چې کفر تر ډیره وخته زموږ د علم په سترو مرکزونو اورونه بل کړل او د ځینو تاریخي روایاتو مطابق په بخار او سمرقند کې کفارو تر شپږو میاشتو نعوذبالله خپل حمامونه او انغري د همدې کتابونو په سوځولو ګرم او تاوده ساتلي وه او منبر بیا هلته داسې خالي او تش شو چې تر ننه بیا هلته د حق نعره پورته نه شوه.

نور بیا ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x