
سوله پيلامه د نيکبختيو ده/ صابر جان محصل
صابرجان محصل
سوله پيلامه د نيکبختيو ده
سوله وليمه د خوشحاليو ده
سوله مو اجل دى خزانونو ته
سوله خو څپه د پسرليو ده
سوله به مو وړي د تمدن په لور
سوله خاتمه د بدمرغيو ده
سوله کي مو ژوند سوله کي اجر دى
سوله مو ميراث له پخوانيو ده
سوله به نغمې د ازادۍ راوړي
سوله خو ټپه د ملاليو ده
سولې ته مو غټ قيمت ورکړى دى
سوله نتيجه د قربانيو ده
سوله مروره له . صابره ! وه
سوله اوس راضي ده په زاريو ده