ټولنیزه برخه

د انسان د ژوند هدف او مقصد

محمدنبي سلطاني

ښکاره ده چې هر هغه څه چې د کوم مقصد او هدف له پاره جوړ سوي وي او د هغه هدف په خاطر استعمال نه سي؛ نو بیا د هغه د پیدایښت مقصد له منځه ځي، هستي او موجوديت يې عبث ګرځي، که چیري د ساعت څخه د وخت د کتلو پر ځای د اوبو د لوښي کار واخستل سي او خولۍ د پر سرکولو پر ځای د ګدایي کچکول و ګرځول سي او …؛ نو ښکاره ده چي د دې شيانو د وجود مقصد له منځه ځي؛ ځکه چي د دې کارونو له پاره نور شيان جوړ سوي دي. په همدې توګه که چیري انسان د ژوندانه اصلي مقصد او هدف د خپل مالک د عبادت پر ځای د خوراک چيښاک، تفرېح، ساعت تيري، نسل پالني او …  وګرځوي؛ نو بیا د هغه د وجود او پیدایښت مقصد او هدف له منځه ځي او هغه د اشرف المخلوقات د مقام څخه را پریوزي او د عادي حیواناتو په څېر پاتیږي؛ بلکي د هغه څخه هم کښته؛ ځکه چي هغوی د خپلو وجودونو غو ښتني پوره کوي؛ خو کوم مقصد چي د انسان د وجود له پاره ښوول سوی د هغه څخه هغه د تیښتي او انحراف لار خپلوي(د رسول اکرم (ص) د حکمت انقلاب، ۲۰ مخ) پر نورو غلطو لارو درومي، چي نه یې هدف معلوم وي نه یې ماهیت، هغه اصلي موخه او هدف چي انسان يې په پار خلق سوی له منځه وړي، پر نورو لارو درومي.

د انسان د پيدایښت په اړه په قرآن کریم کي خورا جامع او هر اړخیزه آیتونه موجود دي، چي له عباداتو بیا تر معاملاتو ټول په خپل ځان کي رانغاړي، دلته يې د بيلګي په توګه یو راوړو، الله جل جلاله فرمايي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (سورت الجن:  آیت، ۵۶)
ژباړه: او پېريان او انسانان مي له دې پرته د بل څه لپاره نه دي پيدا كړي، چي زما عبادت وكړي.

الله تعالى فرمايي چې پېريان او انسانان مې يوازي د دې لپاره پيدا كړي چي زما عبادت وكړي، دلته بايد لږ ودرېږو او په دې ځان پوه كړو چې دا كوم عبادت دی او معنى يې څه ده چې زموږ ټول ژوند احتوا كوي او زموږ د پيدايښت هدف او مقصد دی!

داسي چې كه له هغه پرته بل كار وكړو نو د خپل پيدايښت د هدف او مقصد خلاف كار مو كړى؟!!

آيا دا خبره صحيح ده چې عبادت په لمانځه، روژې، زكات، حج، جهاد او اذكارو كي راخلاصه كړو؟! كه داسي وي نو هغه شېبې به څنگه تعبيروو چي دا كارونه پكښي نه كوو؟!

د دې او دې ته ورته پوښتنو دقيق او صحيح ځواب هغه مهال موندلى سو چي د (عبادت) په معنى پوه سو، عبادت عربي لفظ دی، اصل يې عبد دی، عبد يعنې مريي او عبادت يعني مرييتوب.

مريي هغه چاته ويل كېږي چې پر بل خرڅ سوى وي او خپل واك يې په بشپړه توگه هغه ته سپارلى وي.

د ده په واك كي چي څه وي هغه د ده نه؛ بلكي د ده د آقا او مالك وي.

هيڅ كار په خپله خوښه او د خپلي مرضي مطابق نه سي كولاى، يوازي هماغه څه كوي چي خپل آقا ورته امر كړى وي.

په خپلو ټولو كړو وړو كي د خپل مالك او بادار رضاء لټوي، د خپلي رضاء لپاره هيڅ نه سي كولاى.

مريي نه شخصي دوست لري او نه دښمن، د آقا دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وي.

نو عبادت يعني د الله تعالى په وړاندې داسې مرييتوب چي پورتنۍ ځانگړتياوي ولري، عبادت يعني داسي ژوند چي الله تعالى يې تا ته لارښوونه كړې، په خپل ټول ژوند كي هغه كړنلاره او تگلاره غوره كول چي الله تعالى درښودلې، دا عبادت ستا ټول ژوند احتوى كوي، يوه شېبه ئې له دې دائرې نه وځي، په دې صورت كي ستا ناسته او ولاړه، ويښه او خوب، په پټي او دفتر كي كار، ليكل او لوستل، خوراك او چيښاك او ټول نور ورځني كارونه عبادت گڼل كېږي، خو كه كوم كار دي او د ژوند كومه شېبه دي د عبادت مغاير او د الهي لارښوونو خلاف وه نو تا بغاوت كړى، هغه كار دي كړى چي ستا د ژوند د هدف او مقصد خلاف دی.

( کابلی تفسیر، دوهم جلد او د قرآن پلوشې، اووم جلد، سورت الذریات: آیت، ۵۶  تفسیر)
پورتنیو دلایلو ته په کتو موږ د انساني  ژوند هدف پر لاندي برخو وېشلای سو:

۱-  د الله جل جلاله عبادت:  الله تعالی زموږ خالق، مالک، رازق او رب دئ، موږ ئې پیدا کړي یو، زموږ مرګ او ژوند، عزت او ذلت او… يې په لاس کي دي، موږ ته له خپل پراخه دسترخوان (مځکي او اسمان) څخه رزق او روزي راکوي،  پالنه مو کوي، ژوند ته مو تغیر او بدلون ورکوي، له خطراتو مو ساتي، نمو او ستروالی را په برخه کوي، د ژوند وسایل راته برابروي،  کمال ته مو رسوي، صحت را کوي، اولادونه او روزي راکوي، حاجتونه اوضرورتونه مو پوره کوي او ….

کله چي دا منو چي الله جل جلاله دا هرڅه موږ ته راکوي؛ نو بیا خو  د عالمیانو د خالق عبادت کول، لمن ئې نیول، سر ورته ټيټول او په وړاندې د بندګۍ سر کښته کول پر هر کس، هغه که نر وي او که ښځه فرض دئ. موږ باید د ځان لپاره یو مهالویش جوړکړو او په شپه او ورځ کي د فرض لمونځونو ترڅنګ نفلو ته هم وخت ورکړو، ذکر او تلاوت وکړو، پر الله تعالی شعوري ایمان راوړو، د نفس غوښتني او خواهشات شاته کړو او قدم په قدم د الله تعالی حکم او د رسول الله طریقه ځانته معلومه کړو او په هغه عمل وکړو، که زکات او حج راباندي فرض وي ادا ئې کړو، چي روژه راسي ښه په خوښۍ سره ئې ونیسو او خپله غلامي الله تعالی ته په هر عبادت کي ښکاره کړو.

۲- د  خلکو خدمت کول : تر عباداتو وروسته د مسلمان مسئولیت دا دئ، چي د بل مسلمان خدمت وکړي، د مور او پلار نا فرماني ونه کړي، بې وزلو، یتیمانو، کونډو، مجبورو، بې سرپرستو، ناروغانو او معذورو کسانو څه ځان خبر کړي، د دوستانو، ګاونډیانو او خپلوانو سره ښه سلوک وکړي، د مشرانو احترام، پر کشرانو شفقت، د غریبو مالي مرسته، د یتیمانو او کونډو کفالت وکړي، د لارو، کوڅو، پلو، روغتونو، مسجدو، تعلیمي او خیریه ادارو په جوړولو او سمولو کي ځان ستړی کړي، خپلي خولې توی کړي، شاړي مځکي ابادي کړي، ویالې جوړي کړي، امر باالمعروف وکړي، د مځکي پر مخ د فسق، د فساد، وحشت، جهالت، تعصب، بغض، عناد، کينې، دښمنۍ او فحاشۍ مخ ونیسي، دانه ده ضرور چي دا ټول به یو سړی کوي او یا دا چي که ئې په وس پوره وي یا نه کوي به ئې؛ بلکي د چا چي څونده په وس کي وي هغه به کوي، که څوک یوازي یو وږی مړولای سي، یا یو غریب ته پنځه افغانۍ ورکولای سي، یا یو چا ته لار ورښوولای سی او…؛ نو هغه دي دا کار وکړي؛ ځکه چي وړه نيکي هم الله جل جلاله ته ستره ده.

د الله جل جلاله د مخلوق سره د ښه او نېکۍ کولو په اړه په قرآن او احادیثو کي ډېر آیتونه او احادیث سته؛ زه ئې یو د بېلګي په توګه ستاسي مخ ته ږدم: الخَلقُ عيالُ اللَّهِ ، فأحبُّ الخلقِ إلى اللَّهِ مَن أحسنَ إلى عيالِهِ. (شعب الإيمان)
ژباړه: مخلوق د الله تعالی عیال دئ؛ نو په خلکو کي غوره هغه څوک دئ، چي د الله تعالی د عیال سره نیکي وکړي.

نو د یو مسلمان په حیث دا باید زموږ د ژوند هدف او مسئولیت وي، چي په انفرادي او اجتماعي ډول په پورته یادو سوو برخو کي د خلکو خدمت وکړو او ځان ورڅخه باخبره وساتو او چي څونده مو په وس پوره وي مرسته ورسره وکړو.

۳ – د دين دعوت: د اسلام روح اجتماعي او ټولنیزه ده، په دین کي یوازي د نېکیو کول او د بدیو څه ځان ساتل د یو چا له پاره کافي نه دي؛ بلکي د نور انسانانو نېکیو ته د هڅولو او د بدیو څخه د راګرځولو مسئولیت هم لري، اسلام خپلو پیروانو ته دا توصیه نه کوي، چي یوازي د خپل ځان او خپل ایمان د ساتلو په موخه مسجد ته ولاړسي، لمونځونه دي وکړي او د مسجد په کونج کي دي کښېني نور دي د خلکو د سمون او اصلاح کوښښ نه کوي او خلک دي سمي لاري ته نه رابولي.

اسلام خپل پيروان مسئول بللي چي په ټولنه کي به غلا، لوټمارۍ، رشوت، درواغو، خیانت، زنا، شراب خورۍ، سمتي پرستۍ، ژبپرستۍ، تعصب، ظلم، وحشت، انسان وژني، انسان ترټني او … مخنیوی  به کوي.

په انساني ژوند کي غوره او ښه کار، چي خدای جل جلاله خپل ډېر استازي د دې کار له پاره رالېږلي، هغه په خلکو د خدای جل جلاله د یووالی منل، د دين دعوت او خلک سمي لاري ته رابلل دي. د دين د دعوت او لوړوالي هدف دادئ، چي خلګ د الله تعالي دين ته را وبلل سي، پر سیده، ښه او غوره لاره برابر سي، له تیارو څه د روڼا او له شرک څه د توحید او د ظلم څه د انصاف، عدالت، رحمت او احسان لوري ته راوبلل سي.

د انسان د پيدایښت هدف یوازي په عبادت او د مخلوق په خدمت کي نه را نغښتل کيږي، بلکي د ټولني څه د فسق، فساد، فحشاء، منکر او نورو بدیو په له منځه وړلو کي هم مسئولیت لري، چي په لاس، ژبه او قلم جهاد وکړي. زور او ظلم، وحشت او جهالت، بې انصافي او خیانت، غدر او رشوت، سود او احتکار، فحاشي او بې حیايي، غلا او چور، تعصب او تربور ګلوي او نور له منځه یوسي،  د خلکو تر منځ عدل او انصاف، حق او صداقت، ورورولۍ او اتحاد، میني او محبت ته لار هواره کړي.

په همدې هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x