افغانستان

کندهار کې ۱۲ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تیره ورځ ۱۲ تنه دولتي عسکر په کندهار ولایت کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یو ټویټ کې ویلي، چې دغه تسلیم شوي دولتي عسکر د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې د «حقایقو» په درک کولو سره ورته تسلیم شوي او داچې طالبانو ورته هرکلی ویلی دی.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x