افغانستان

ناټو: د امریکايي ځواکونو د وتلو سربېره خپل ځواکونه د افغانستان څخه نه باسو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، که څه هم امریکا پریکړه کړې چې د افغانستان څخه ځواکونه وباسي، خو ناټو تر اوسه داسي اراده نه لري.

ستولتنبرګ زیاته کړې: «که څه هم امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کموي، مګر د ناټو «بشپړ ملاتړ» ماموریت به د پخوا په څېر ادامه ولري، د ناټو غړو هیوادونو او همداسي شریکو هیوادونو عملا دغه پریکړه تایید کړې چې ځواکونه به نه باسي».

د ناټو د سرمنشي په وینا د هغو ځواکونو شمېر چې په افغانستان کې به پاته کیږي، په نیژدې راتلونکې کې به یې پریکړه وشي.

تېره اونۍ هم نوموړي د رسنیو سره په خبرو کې اشاره کړې وه چې د بشپړ ملاتړ ماموریت د دوام په اړه به د راتلونکي کال ۲۰۲۱ په فروري میاشت کې پرېکړه کیږي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې نومبر میاشتې پر ۱۷مه نیټه ویلي وه، هیله لري د راتلونکي کال د مئي میاشتې تر پایه د افغانستان او عراق څخه ټول ځواکونه امریکا ته وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x