نظــر

د ښوونځیو د درسي مضامینو لوی شمېر؛ تاوانونه او حللار یې «لومړۍ برخه»

‌ ډاکټر عطاالله زيارمل

یوه ملګري اندېښنه ښودلې چې زموږ په وطن کې د درسي مضامینو شمېر ډېر اوږد دی او دا د زده کوونکو پر زده کړو باندې منفي تاثیر کوي. له بده مرغه دا یو تریخ حقیقت دی. دغه موضوع ډېره مهمه ده،‌ خو تر اوسه نه چارواکو او نه هم علمي کدرونو دې موضوع ته جدي پاملرنه کړې ده. په پوهنتونونو کې هر کال په سلګونو کسان فارغېږي او مونوګرافونه او تحقيقي مطالب لیکي او چاپ ته یې سپاري، خو دې موضوع ته چا اشاره نه ده کړې او یا هم ور ته مهمه نه دی ښکاره شوې.

د مضامینو د ډېروالي تر شا به ډېر علتونه وي، خو یو یې دا دی چې دلته هر چا د خپلې سلیقې پر اساس په نصاب کې د یو مضمون وړاندیز کړی او پرته له دې چې د شاګردانو او ښوونکو او هم د میندو او پلرونو نظر واخیستل شي هغه مضمون د نصاب برخه ګرځېدلې ده. هسې په تېروتنه را څخه یاد شول چې له شاګردانو او د هغوی له میندو او پلرونو څخه دې هم تر اوسه زموږ په وطن کې نظر واخیستل شي، دا خو په نورو هیوادونو کې کېږي او ممکن زموږ وطن کې هم ور ته په کرکه وکتل شي. اصلي ستونزه همدا ده چې له هغه چا څخه نظر نه اخیستل کېږي چې دغه خدمت ور ته وړاندې کېږي نو حتمي ده چې د هغوی پر مورال باندې به بده اغېزه کوي. د نورو ستونزو څنګ کې متاسفانه دغه د نظر اخیستلو کلتور هم په موږ کې نشته.

د تدريسي مضامینو دغه لوی شمېر یوه ستونزه ده او له علمي او عملي نظره د منلو نه ده، خو متاسفانه دا چاره همداسې دوام لري. دا هم نه ده معلومه چې کوم چارواکی به دې ته یو حللاره پیدا کړي او یا به د دې جرائت پیدا کړي چې دغو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي. که فرضاً همداسې دغه روان وضعیت دوام وکړي نو څه فکر کوئ چې په څو را روانو کلونو کې به دغه شمېر تر شلو وا نه وړي؟ ځکه ځینې ادارې د خپلو پروژه اي موخو له مخکې کوښښ کوي چې خپل موجوديت وښيي نو همدې ته یې کار ویلی دی چې په نصاب کې هم لا اقل یو مضمون د دوی په خوښه وي چې د دوی په اصطلاح تر خلکو خپل غږ ورسوي.

په نوره نړۍ کې د ښوونې او روزنې مسؤلین څه کوي؟ هغوی د ساينس په برخه کې د پرمختګ سره سره د خپلو ماشومانو لپاره څه ډول نصاب جوړ کړی او د مضامینو شمېر یې څه دی؟ ممکن ځینو ته دا د تعجب وړ هم وګرځي. په امریکا او نوره لویدیځه نړۍکې هغوی تر منځني ښوونځي پورې خپلو زده کوونکو ته د ساينس لپاره یو مضمون ټاکلی، د اجتماعیاتو لپاره بل، د کمپیوټر او ټکنالوژۍ لپاره جلا یو بل مضمون، د ژبې مضمون چې په کې له دویم ټولګي څخه ور ته د جملې او پاراګراف لیکلو طریقه ښودل کېږي او هم یو بل اختیاري مضمون. ټولټال د مضامینو شمېر تر پنځو یا شپږو څخه نه اوړي. د اختیاري مضمون د ټاکلو لپاره بیا د زده کوونکي خوښه ده چې کوم یو مضمون له ورکړل شوي اوږده لیست څخه د ځان لپاره ټاکي. هغه لیست بیا اوږد دی، خو ځينې مضامین یې دا دي:‌ مېوزیک، سپورت (په سپورت کې هم ډول ډول سپورتونه دي او ور ته ځانګړی کوچ او روزونکی لري)، نڅا او داسې نور. متاسفانه زموږ هر څه کې افراط دی او یا هم په پټو سترګو د نورو څخه تقلید کوو، خو علمي او عملي اړخ ته یې هیڅ پام نه کوو.

د تدريسي مضامینو ډېروالی ډېر تاوانونه لري چې دوه هغه یې په لاندې ډول ښودل شوي دي:

الف: یو تاوان یې دا دی چې مضامین دومره زیات دي چې په اونۍ کې هم یو مضمون ته پوره د تدریس وخت نه پیدا کېږي چې زده کوونکي له هغه څخه ښه استفاده وکړي. ډېر داسې شاګردان شته چې کله له لېسې دورې څخه فارغ شوي وي بیا هم د دې توان په ځان کې نه ويني چې یوه عریضه قدرې وليکي. دا نه چې پښتو او یا دري د دوی په نصاب کې نه وی شامله بلکې په شته ګڼه ګوڼه کې د دې وخت نه دی پیدا کړی چې يو پاراګراف لیکل زده کړي او یا هم د نصاب په کتاب کې یې دغه برخه نه ده شامله. همدا وضعیت بیا په پوهنتونونو کې هم جریان لري او فارغین یې په یوه موضوع کې علمي لیکنه نه شي کولی دا ځکه زموږ په درسي نظام کې هیڅ دې ته توجه نه ده شوې او یا هم ور ته په ځای نه دی ورکړل شوی. د تاریخ لوستل یوازې کيسې دي او نور د زده کړو لپاره زده کوونکو ته فعالیتونه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx