افغانستان

امریکا یوځل بیا له طالبانو د «تاوتریخوالي» کمولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن وايي، امریکا یوځل بیا له طالبانو غوښتنه کړې، چې «تاوتریخوالی» کړي.

نوموړی زیاتوي، د تاوتریخوالي کمولو برخه کې طالبانو د نړیوالې ټولنې او امریکا پرلپسې سپارښتنې بابیزه ګڼلي او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.

راس ویلسن له آریانا نیوز سره په مرکه کې په طالبانو نیوکه کړې چې ګواکې د دوحې تړون څخه سرغړونه کوي او زیاته کړې یې ده: مونږ په ځلونو له طالبانو غوښتنه کړې چې «تاوتریخوالی» کم کړي؛ خو په خبره یې «بدبختانه» طالبانو زمونږ او د ملګرو ملتونو غوښتنې نه دي منلي، اوس مونږ پر طالبانو فشار نور زیات کړی، چې دا د سولې لپاره مهم دی.

د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې په اړه ویلسن معلومات نه دي ورکړي؛ خو څرګندوي چې حالاتو ته په کتو امریکا له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.

امریکايي سفیر په افغانستان کې میشت امریکايي او د ناټو عسکر د «احتیاط» په توګه یاد کړي او په خبره یې د عسکرو د ایستلو موضوع له هغو شرایطو سره تړلي چې امریکا مخکې اعلان کړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې نوموړي ویلي، مونږ له چارواکو سره په ګډه کار کوو ترڅو هغه پیسې بیرته ترلاسه کړو او په سمه لاره یې ولګوو چې ځینې چارواکو د فساد له لارې ترلاسه کړې دي.

د سولې په برخه کې د یو نوي ګام په توګه ویلسن ویلي، چې د سولې په هکله د خبریالانو، سوداګرو، د شورا غړو او مدني ټولنو استازو په خبرو بوخت دي او نظرونه یې راټولوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څومره د شرم ځای دی چی کافران هم دوی ته وایی چی ##### مجنګیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x