روغتیا

د چین پر نورو هېوادونو تورونه، د روغتیا سازمان وایي د کرونا ویروس سرچینه به ډیر ژر څرګنده شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د چین حکومت د کرونا ویروس د اصلي سرچینې تور پر نورو هېوادونو لګولی، د روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کوي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ سرچینې معلومولو لپاره به تر وروستي ګامه هڅې وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو د روغتیا نړیوال سازمان ملامت کړی و چې د کرونا ویروس په خپریدو کې یې له چین سره ډیره نرمي کړې او په امریکا کې ددې ویروس خپرېدل ددوی د ناغیړۍ له کبله شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې دوی په دې اړه بشپړ ثبوتونه لري، چې د کرونا ویروس د چین په یوه لابراتوار کې رامنځته او نورې نړۍ ته خپور شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر تیدروس ادانوم ګبریسوس وایي، «موږ غواړو تر وروستي حده د کرونا ویروس د سرچینې په اړه معلومات ترلاسه کړو»، د نوموړي په وینا چې به دې اړه به ډیر ژر یو ساینسي ټیم چین ته هم واستوي.

څه موده وړاندې د انګلستان ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی و چې له مخې يې چین پر هند تور لګولی و «د کرونا ویروس له دغه هېوادونو څخه سرچینه اخیستې ده». دوی زیاته کړې، په هند کې د ۲۰۱۹م کال د سختې ګرمۍ پرمهال خلک اړ شول له هغه ځایه اوبه وڅښي له کومه چې یې حیوانات هم څښي، چې له کبله یې د کرونا ویروس رامنځته شوی دی.

دا لومړی وار نه دی چې چین د کرونا سرچینې په تړاو نور هېوادونه تورنوي، بلکې له هند وړاندې یې امریکا، ایټالیا، بنګلدیش، استرالیا، چک ریپبلیک، سربیا، روسیه او یونان هم په ورته پېښه تورن کړي وو.

باید وویل شي چې د کرونا ویروس د ۲۰۱۹م کال د دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د چین له ووهان ښار څخه خپور شو، دغه ساري ناروغي که څه هم له څو سختو میاشتو وروسته په چین کې کابو شوه خو د نړۍ په شاوخوا ۲۲۰ هېوادونو او سیمو کې خپره او سلګونه زره کسان یې د مرګ ښکار کړل.

دغه وژونکي ویروس په تېرو ۱۱ میاشتو کې له ۱.۳ ملیونو زیات کسان ووژل او له ۵۴ ملیونو زیات پرې اخته شول چې لا هم په نړیواله کچه په چټکۍ سره خپریږي.

بل لوري ته د واکسینو جوړونې امریکایي شرکت مودرینا وایي، د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ددوی چمتو شوي واکسین له دریم پړاو ازموینو وروسته ۱۰۰ سلنه اغیزناک ثابت شوي دي.

د یاد شرکت نوې پایلې ښيي، په دې وروستیو کې دغه واکسین پر ۳۰ زره کسانو ازمویل شوي چې د جدي خطرونو پر وړاندې ۱۰۰ سلنه مؤثر ثابت شوي، خو په لویه کچه ددغه واکسین مثبتې پایلې ۹۴ سلنه ښودل شوي دي.

اوسمهال د کرونا ساري ناروغۍ پر وړاندې څلورو بېلا بېلو واکسینونه وړاندې شوي، چې په کې د فایزر او جرمني بیونټیک شرکتونو ګډ واکسین، د مودرینا شرکت واکسین، د روسیې «سپوتنیک وي» او د آکسفورډ استرازینیکا واکسینونه شامل دي.

د راپورونو پر اساس ددغه واکسینونو وروستۍ پایلې ښيي چې پر انسانانو د کرونا ویروس پر وړاندې شاوخوا ۹۵ سلنه اغیزناک ثابت شوي او ډير ژر به یې خلکو ته ویشل پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x